'تېښته له افغانستان څخه': د آسټرالیایي ځواکونو پخواني ترجمان ته انګلستان کې پناه ورکړل شوه

د آسټرالیایي ځواکونو یو ژباړونکی وروسته له هغه چې د آسټرالیا لخوا رد شو، د بریټانیوي ځواکونو لخوا بریټانیا ته انتقال شو ترڅو هلته خپل نوی ژوند پیل کړي.

Former Afghan interpreter Tim* fled Kabul as the Taliban swept to power.

Former Afghan interpreter Tim* fled Kabul as the Taliban swept to power. Source: SBS Dateline

تاسو کولای شئ د 'Escape from Afghanistan' مستند فلم نن شپه له اس بی اس تلویزیون څخه په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو وګورئ او وروسته تاسو کولای شئ دا مستند فلم په SBS On Demand کې هم وګورئ. 

ټیم* د کابل ښار د قرغې په پوځي مرکز کې له آسټرالیايي ‌ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی و، چېرته چې آسټرالیايي ځواکونو افغان ځواکونو ته روزنه ورکوله.

کله چې طالبانو د کابل ښار ونیوه او بهرني ځواکونو د خپلو وګړو او افغانانو د ژغورنې لړۍ پيل کړه، نو په لسهاوو زره کسان د کابل هوايي‌ ډګر ته ورغلل ترڅو د بهرنیانو لخوا وژغورل شي. 

ټیم هم د هغو کسانو له ډلې څخه وه چې له خپلې کورنۍ سره د کابل هوايي‌ ډګر ته ورغلی وه ترڅو له هېواد څخه بهر ولاړ شي. هغه وايي: "زه کوچني ماشومان لرم او واقعاً چې سټریس څخه ډک وخت وه کله چې مونږ په هوایی ډګر کې وو."
ټیم وايي کله یې چې د کابل هوايي‌ ډګر ته د ننوتلو هڅه کوله د طالبانو لخوا ووهل شو او په ډېرو ستونزو پدې و توانېد ترڅو له خپلې کورنۍ سره هوايي‌ ډګر ته دننه شي.

هغه وايي‌ کله چې هوايي‌ ډګر ته دننه شول نو آسټرالیا ته د انتقال اجازه ورنکړل شوه: "کله چې مونږ په هوایی ډګر کې وو ... ما ولیدل چې یو آسټرالیایی افسر په مخ کې ولاړ دی" 

"ما هغه ته خپل ستاینلیکونه، د سپارښتنې کاغذونه او هر څه ور وښودل..... او هغه وویل چې د ویزې هغه لیک راته وښيه چې افغان لي درته استولی."

"نو ما وویل، دوي رد کړی یم."
Evacuees wait to be processed at Hamid Karzai International Airport on 25 August 2021.
Source: US Marine Corps
مخکې لدې چې امریکايي ځواکونه د ټیم له کورنۍ سره مرسته وکړي ترڅو د بریټانیا الوتکو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه له خپلې کورنۍ سره د کابل په هوايي‌ ډګر کې درې شپې تېرې کړي وې.

"یو څوک هلته مونږ ته راغی او پوښتنه یې وکړه چې تاسو څوک یاست او دلته څه کوئ."

"نو ما خپله ټوله تجربه، زما ټولې دندې چې ما د ایتلافي ځواکونو سره درلودې تشریح کړې. ما دوی ته هرڅه وښودل او هغه ژمنه وکړه چې زه به دې لندن ته ولیږم.

"او نن ورځ مونږ په لندن کې یو او ډیر خوښ او خوشحاله یو."
وروسته له هغه چې طالبانو د کابل ښار ونیوه، په لومړیو دوه اونیو کې بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه شاخوا ۱۲۰ زره کسان په نظامي الوتکو کې و ژغورل او بېلابېلو هېوادونو ته یې انتقال کړل. په دغه ډله کې  ۴۱۰۰ آسټرالیايان او ویزه لرونکي افغانان هم شامل دي چې له کابل څخه ژغورل شوي  او آسټرالیا ته انتقال شوي دي.

د داخلي همکارانو د ویزو پروګرام چې د افغان لي په نوم یادېږي په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوی ترڅو هغه افغانان وژغوري چې له آسټرالیايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی. 

* د امنیتي ستونزو له امله په دغه رپوټ کې د ترجمان اصلي نوم ندی کاروول شوی.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service