د آسټرالیا حکومت ۳۰۰۰ زیانمنو افغانانو ته وېزې ورکوي

د آسټرالیا حکومت وايي چې د روان کال د کډوالو په پروګرام کې یې ۳۰۰۰ ویزې د زیانمو افغانانو لپاره ځانګړې کړې دي.

Fiisayaasha qoysaska

Source: iStockphoto

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزارت اس بی اس پښتو راډیو ته په یوې استول شوې اعلامیې کې ویلي چې آسټرالیا په روان کال کې د هغو افغانانو لپاره ویزې ځانکړې کړي چې زیانمن شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي چې د آسټرالیا حکومت د ۱۳ زره او ۷۵۰ ویزو له ډلې څخه ۳۰۰۰ ویزې یواځې له آسټرالیا څخه بهر افغانانو لپاره ځانګړې کړي دي.

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاوک وايي‌ دغه ویزې "د استرالیایانو د کورنۍ غړو ، اقلیتونو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو، هزاره ګانو او نورو زیان منونکو" ډلو ته ځانګړې شوي.


ښاغلی هاک وايي، د آسټرلیا حکومت له ۲۰۱۳ کال راهیسې د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام له لارې شاوخوا ۸۵۰۰  افغانانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړي.

په دغه ډله ۱۸۰۰ هغه ترجمانان او محلي کار کوونکي شامل دي چې له آسټرالیا سره یې به افغانستان کې مرسته کړې.

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاک تېره ورځ د یوې بلې اعلامیې په خبرولو سره ویلي وه چې په دغه هېواد کې د لنډمهاله ویزو درلودونکي افغانان بېرته افغانستان ته نه استول کېږي او له دوی څخه به ملاتړ وشي.
د ۲۰۲۱ کال د اپریل د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر دې دمه پورې ۶۴۰ تنه هغه افغان آسټرالیا ته راغلي‌ چې په افغانستان کې یې له افغان ځواکونو سره دنده ترسره کړې وې.

د ګډوالو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې آسټرالیا به د بشردوستانه او بیا میشتېدنې پروګرامونو سره نړیوال بشردوستانه مسؤلیتونو ته ادامه ورکړي. 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service