د آسټرالیا په اډېلېد ښار کې یو شمېر افغانانو د پښتنو له قومي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین رسنیو ته ویلي چې د پښتنو د قومي جرګې پایلې به نن اعلان شي.

906cdf5e-22a2-43d4-81cb-1b20ab3432c0.jfif

Credit: Supplied

د آسټرالیا په اډېلېډ ښار کې یو شمېر افغانان د پښتنو له قومي جرګې (پښتون قامي عدالت) څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د دغې جرګې د بریا لپاره یې دعاوې کړې دي.

په اډېلېډ کې د افغانانو د ټولنې غړي، کریم الله همدرد اس بي اس پښتو ته ویلي چې په دغه غونډه کې د اډېلېد ښار مخورو مشرانو او یو شمېر ځوانانو کډون کړی و.

ښاغلي همدرد ویلي چې د پښتونخوا ولس له تېرو ۷ لسیزو راهیسې ډېرې قربانۍ ورکړي او د" پوښتنې یې څوک نشته".

هغه زیاته کړې: "د باچا خان له عدم تشدد څخه رانیولې تر اوسه پورې دې ولس خپل حق ندی ترلاسه کړی او قرباني ورکوي."
د پښتنو قومي جرګه تېره ورځ په رسمي ډول پیل شوه او نن د شاوخوا ۸۰ کمېټو د غړو ترمنځ بحثونه روان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ څېړنیز راپور ښيي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۷۶۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي او په همدې مودې کې ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره کسان بې کور شوي او شاوخوا ۶۷۰۰ پښتانه لادرکه دي.

د دغه غورځنګ لخوا راټول شوي معلومات ښيي چې ترټولو زیات کسان په خیبر کې وژل شوي، په کوم ځای کې چې اوسمهال د پښتنو قومي جرګه روانه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین رسنیو ته ویلي چې نن (یکشنبه) د جرګې وروستی پړاو روان دی او د دغې جرګې پایلې به اعلان شي. ښاغلي پښتین ویلي چې د جرګې فیصله د ټولې نړۍ "طاقت" نشي بدلولی.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service