په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي د دغه سفارت قونسلي چارې دوام لري

په آسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې طالبان هڅه کوي ترڅو له افغانستان څخه بهر هم "افغانان وځوروي او نارامه کړي".

Afghanistan Embassy Canberra

په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کنبرا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د افغانانو "په چوپړ کې دی او د دې سفارت قونسلي چارې به د هر ډول اندېښنې د رفع کولو لپاره په پوره ځواک او ثبات سره دوام ولري". Credit: Mujeeb Muneeb

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.مګر بیا هم په یو زیات شمېر هېوادونو کې د سفارتونو چارې طالبانو ته سپارل شوي دي.

د جولای د میاشتې په ۳۰مه نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اروپا، کاناډا، متحده ایالتونو او آسټرالیا کې د افغانستان د سیاسي استازولیو لخوا د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.
د طالبانو له دغه اعلان او یو شمېر محدودیتونو وروسته، په انګلستان او ناروي کې د افغانستان د جمهوریت سفارتونه وتړل شول، خو په آسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې لا تر اوسه د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو لخوا پرمخ وړل کېږي چې له طالبانو سره هېڅ رسمي اړیکې نلري.

په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کنبرا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د افغانانو "په چوپړ کې دی او د دې سفارت قونسلي چارې به د هر ډول اندېښنې د رفع کولو لپاره په پوره ځواک او ثبات سره دوام ولري".

د دغه سفارت لخوا په خپاره شوي پیغام کې راغلي:

" لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو ډلې هڅې کړي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت سیاسي او قونسلي نمایندګیو قونسلي چارو کې خنډ را مینځته کړي. دا کړنې ښايي ځینو هېوادوالو ته د اندیښنې لامل شوي وي."
"دا ډول چلند د خلکو د آزار او بشري حقونو د ښکاره نقض نښه ده، او همدارنګه د نړیوالو کنوانسیونونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

"د دې ډلې د کورني او نړیوال مشروعیت نشتوالي له کبله، هغوی ان له افغانستان څخه بهر هم هڅې کوي چې زموږ افغانان وځوروي او نارامه کړي."

په داسې حال کې چې په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت فعاله دی او قونسلي خدمتونونه وړاندې کوي، اس بي اس پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، کومو کسانو چې په آسټرالیا کې خپل پاسپورټونه تمدید کړي ، افغانستان ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service