د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د پاکستان لپاره ۲۵۱ منډې هدف وټاکه، مګر د پاکستان لوبډله د دغه هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي یې په ۲۲۹ منډو وسوځېدل.
په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ د نومبر په ۱۳مه نېټه په دوبۍ کې پیل شوې وې چې تېره ورځ د افغان ځوانانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې له دغو سیالیو وروسته به د افغان ځوانانو لوبډله د ۱۹ کلنو د اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.