اسټراليا لسګونه افغان ژباړونکي راتلونکو دوو اونيو کې له افغانستان څخه وباسي

لسګونه افغانان چې پخوا يې افغانستان کې له اسټراليايي ماموريت سره کار کړی تياری نيسي ترڅو راتلونکو څو ورځو کې اسټراليا ته راشي. داسې ښکاري چې د اسټراليا حکومت د خپل پخوانيو افغان ژباړونکو او کار کوونکو ويزې ورکړې پروسه چټکه کړې.

SBS Dari understands that more than 40 Afghans who worked alongside the ADF have received Australian visas over the past few months.

Source: AAP

افغانستان څخه د اسټراليايي ځواکونو او ديپلوماتانو وتلو سره د اسټراليا حکومت خپل پخواني کار کوونکي او ژباړونکي چې له خطر سره مخ دي اسټراليا کې ميشتوي.

د اسټراليا حکومت افغانستان کې بند پاتې خپل پخوانيو افغان کار کوونکو غوښتنليکونو ته لومړيتوب ورکوي او اوس داسې بريښي چې د ويزو ورکړې پروسه ډيره چټکه شوې.

د جون مياشت په لومړيو کې د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پاين سنا مجلس ته وويل، د ټولو هغو افغانانو ويزو غوښتنليکونه چې پخوا يې له اسټراليا سره کار کړی په نورمال ډول سره طی مراحل کوي معنی داچې دا پروسه نه ګړندی کيږي.

امريکا او انګلستان هم اعلان وکړ چې افغانستان کې بند پاتې خپل کارکوونکو ته چټکۍ سره ويزې ورکوي او له افغانستان څخه يې وباسي.

اس بي اس دري خپرونې له ځينو ژباړونکو او مهاجرت برخې کار کوونکو سره افغانستان کې خبرې کړي او هغوی ددې خبرې پخلی کړی چې له ۴۰ ډير ژباړونکي د جون مياشت ۲۰ او ۳۰ ترمينځ اسټراليا ته راوستل کيږي.
An Afghan interpreter working with Australian Defence Force personnel in 2009 in Sorkh Lez, Afghanistan
An Afghan interpreter working with Australian Defence Force personnel in 2009 in Sorkh Lez, Afghanistan Source: AAP
د ځينو ژباړونکو خبرې مو تاسو ته راخيستي ولې نومونه يې ناسم ځکه ښودل کيږي ترڅو هغوی ته کوم امنيتي ستونزه جوړه نشي.

احمد دوو کلونو لپاره يې په قرغه کمپ کې له اسټراليايي پوځيانو سره کار وکړ، نوموړي ته د اسټراليا ويزه ورکړل شوې اوس په تمه دی ترڅو اسټراليا ته سفر وکړي.

نوموړی وايي،" له کوره په اسانۍ نه بهر کيږم، ځکه خطر شتون لري او بيا د بهرنيو ځواکونو وتلو سره امنيتي ستونزې لا نورې ډيرې شوي."

د احمد په وينا د مهاجرت نړيواله اداره يا IOM او د اسټراليا حکومت په ګډه کار کوي ترڅو د اسټراليايي ځواکونو پخواني کار کوونکي اسټراليا کې ميشت کړي.

د IOM ادارې له ۴۰ ډيرو کسانو ته ويلي چې کيدای شي راتلونکو دوو اونيو کې دوی اسټراليا ته وليږي.

" د ای او ايم ادارې مونږ ته وويل، چې کيدای شې ستاسو پروازونه د جون مياشت ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې ترسره شي."

احمد وايي، اسټراليا ته سفر کولو خبر اوريدو سره يې ډير د خوښی احساس وکړ او ماشومان يې هم له همدا اوس څخه د نوي ژوند په سوچ کې دي.

ماشومان يې د ډاکټر يا انجينر کيدو خوبونه ګوري او وايي، چې اسټراليا ته تګ سره هغه زمونږ هيواد کيږي او مونږ به هلته هم خدمت کوو.

يو بل ژباړونکی علي چې دا يې اصل نوم ندی وايي، چې نوموړي ته هم د مهاجرت نړيوالې ادارې ويلي چې کيدای چې راتلونکو څو ورځو کې اسټراليا ته وليږي.

علي وايي، هره ورځ شماري ترڅو الوتکې ته جږ شي او له اسټراليا حکومت څخه دا هم غواړي ترڅو د پاتې ژباړونکو او نورو پخوانيو کار کوونکو ويزو طی مراحل هم چټک کړي.

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د افغان ژباړونکو پر وړاندې شته ستونزو او ګواښونو باندې پوه دی او د يادو افغانانو اسټراليا ته راوستل حکومت لپاره لومړيتوب لري.

لومړئ وزير سکاټ موريسن وايي، دا مهال د ۳۰۰ افغان ژباړونکو اسټراليا ويزو لپاره غوښتنليکونه طی مراحل کيږي.


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service