آیا هغه کسان چې د آسټرالیا د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونه یې یو ځل رد شوي، کولی شي بیا غوښتنلیک وسپاري؟

د جمهوریت له سقوط وروسته د شاوخوا ۷۰ زرو افغانانو د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونه رد شوي دي.

Afghan embassy in Canberra.png
د ۲۰۲۱ کال په آګسټ میاشت کې د جمهوریت له سقوط وروسته، آسټرالیا د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې اعلان کړې، ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له پنځلسمې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې ڼېټې پورې، د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا شاوخوا ۵۶ زره غوښتنلیکونه سپارل شوي چې د ۲۵۱ زره او ۸۶۱ کسانو لپاره په کې د ویزو غوښتنه شوې.

شمېرې ښيي چې په همدې مودې کې د شاوخوا ۷۰ زرو افغانانو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
آیا تاسو کولی شئ، یو ځل بیا د بشردوستانه ویزو لپاره غوښتنلیک وسپارئ؟

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي چې رد شوي کسان کولی شي د بشردوستانه ویزو لپاره یو ځل بیا غوښتنلیک وسپاري.

"هر هغه څوک چې باور لري چې دوی د بشردوستانه ویزې اړتیاوې پوره کوي او غواړي چې د آسټرالیا مرسته وغواړي کولی شي غوښتنلیک وسپاري."

"دا [پروسه] د رد شویو غوښتنلیک سپارونکو لپاره خلاصه ده چې د کډوالۍ او بشري ویزې لپاره نوی غوښتنلیک وسپاري."

"د آسټرالیا حکومت له ټولو غوښتنلیک سپارونکو څخه غوښتنه کوي چې خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د خپلې استوګنځې له اوسني هېواد څخه بهر، د سفر کولو وړاندیز نه کوي."

څومره کسانو د آسټرالیا بشردوستانه ویزې ترلاسه کړي؟

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې ڼېټې پورې، ۱۹ زره او ۷۸۷ کسانو ته د آسټرالیا بشردوستانه ویزې ورکړل شوي دي.
کومو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي؟

د بشردوستانه ویزو د غوښتنلیکونو د ارزونې لپاره د آسټرالیا حکومت یوه تګلاره لري. دغه تګلاره لارښوونه کوي چې د ارزونې پرمهال کومو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغانانو لپاره، دغه تګلاره په هغو کسانو تمرکز کوي چې له افغانستان څخه بهر دي او له لاندې ډلو څخه وي:

د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).

د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).

هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا مېشتېدنې لپاره معرفي شوي اوسي.

د پیژندل شويو لږکیو ډلو غړي ( لکه ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه او +LGBTQI) چې د UNHCR یا په آسټرالیا کې د کورنۍ نږدې غړي لخوا وړاندیز شوي اوسي.
د غوښتنلیکونو ارزونه څومره وخت نیسي؟

د غوښتنلیکونو ارزونه د هر شخص ځانګړو شرایطو، موقعیت، د سفر امکاناتو، د اسنادو سپارلو او د آسټرالیا د حکومت مامورینو ته لاسرسي سره تړلې خبره ده. په دې معنی چې د ځینو کسانو د غوښتنلیکونو ارزونه ممکن لږ او د ځینو نورو ډېر وخت ونیسي، خو د دقیق وخت په اړه یې تر اوسه معلومات ندي شریک شوي.

په بشردوستانه پروګرام کې د ویزې ټول غوښتنلیک سپارونکي کسان باید د ویزې معیارونه پوره کړي او د شخصیت، امنیت او روغتیا لپاره د عامه ګټو معیارونه پوره کړي کوم چې د ویزې له صادرولو مخکې ترسره کېږي.

د اګسټ میاشتې په لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت اس بي اس پښتو ته ویلي و چې د انفرادي کېسونو په اړه نشي کولای معلومات شریک کړي.

یاد وزارت وايي، دا چې یو زیات شمېر افغانانو بشردوستانه ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي او هر کال محدود شمېر ویزې باید توزیع شي نو په ۲۰۲۱ کال کې د ترلاسه شویو غوښتنلکونو ارزونه به "څو کاله وخت ونیسي".

د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له ویب‌ پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
visa
Source: SBS
آیا افغانان کولی شي د مهاجرت له ویزو پرته نورو ویزو ته هم غوښتنلیک وسپاري؟

آسټرالیا ته د مهاجرت او سفر له ۱۰۰ څخه زیاتې وېزې شتون لري چې په مختلفو کټګوریو ویشل شوي، د بېلګې په توکه بشردوستانه، فاميلي، تحصیل او د سیل یا سیاحت ویزې. د آسټرالیا هر ډول ویزه خپل شرایط لري، که چېرې تاسو فکر کوئ چې په شرايطو برابر یاست تاسو کولی شئ نورو ویزو ته هم غوښتنلیک وسپارئ. د آسټرالیا د ویزو د بېلابېلو ډولونو په اړه لا ډېر معلومات دلته د کورنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه لوستلی شئ:https://immi.homeaffairs.gov.au/visas/getting-a-visa/visa-listing
آیا د مهاجرت/ کډوالۍ وکیل کولی شي له تاسو سره د غوښتنلیک په سپارلو کې مرسته وکړي؟

د ۱۹۵۸ د کډوالو قانون پر اساس هغه څوک چې په آسټرالیا کې له خلکو سره د مهاجرت په چارو کې د پیسو په بدل کې مرسته کوي باید حقوقي وکیل (Lawyer) یا د کډوالو د چارو وکیل وي چې مایګریشن ایجنټ (Migration Agent) ورته وايي.

د یوه وکیل او مایګریشن ایجنت لوی توپیر دادی چې یو وکیل باید په حقوقي برخه کې خپلې زده کړې ترلاسه کړي او عملي زده کړې هم وکړي. د کډوالۍ ترڅنګ کېدای شي په نورو حقوقي برخو کې هم د فعالیت اجازه لري. مګر مایګریشن ایجنټ یواځې د مهاجرت قانون په برخه کې زده کړې ترلاسه کوي او د مهاجرت استازو د ثبت له ادارې (MARA) سره ځان راجسټر کړي.

که چېرې تاسو غواړئ د مهاجرت یو وکیل (مایګریشن ایجنټ) پیدا کړئ، یا د یوه وکیل په اړه شکایت وکړئ او یا هم غواړئ و ګورئ چې ستاسو وکیل له حکومت سره راجسټر دی او که نه. نو مهرباني وکړئ د مهاجرت استازو د ثبت له ادارې (MARA) څخه لیدنه وکړئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آیا هغه کسان چې د آسټرالیا د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونه یې یو ځل رد شوي، کولی شي بیا غوښتنلیک وسپاري؟ | SBS Pashto