د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې قرنطین غځول شوی او له خلکو غوښتنه شوې ترڅو د آسټرا زنیکا واکسین ترلاسه کړي

نن د اګسټ د مياشت ۳۱ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس په اړه تازه معلومات دلته لوستلی شئ.

The ACT reported 13 new local COVID-19 cases on Tuesday, including at least eight that were infectious in the community.

The ACT reported 13 new local COVID-19 cases on Tuesday, including at least eight that were infectious in the community. Source: AAP Image/Lukas Coch

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶۷ سلنه خلکو خپل لومړی ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې قرنطین د سپتمبر د میاشتې تر ۱۷ ڼېټې پورې ِغځول شوی.
سویلي آسټرالیا د شمالي سیمو او کوینزلنډ د مسافر لپاره محدودیتونه له منځه وړي دي.


نیو ساوت وېلز

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس ۱۱۶۴ نوې پيښې ثبت کړې او ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي په دغه ایالت کې نږدې دویمه حصه بالغه کسانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. تمه کېږي چې تر اکتوبر میاشت پورې به د آسټرالیا ۷۰ سلنه اوسېدونکي د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړي.

د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا وزیر، بریډ هزرد له خلکو غوښتنه کوي ترڅو د آسټرا زنیکا واکسین ترلاسه کړي ځکه د فایزر واکسین د ټولو خلکو لپاره کافي نده.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ.

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۷۶ نوې پېښې ثبت شوي. له دغې ډلې څخه ۳۱ پېښې له پخونیو پېښو سره هېڅ اړیکه نلري.

په وېکټوریا ایالت کې ډیری اخته کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري او تر دې دمه ۸۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی.

ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.

 د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس۱۳ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر ۲۴۹ کسانو ته رسېدلی دی.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه دلته کلیک وکړئ.
alc covid mental health
Source: ALC
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 


Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territory


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې قرنطین غځول شوی او له خلکو غوښتنه شوې ترڅو د آسټرا زنیکا واکسین ترلاسه کړي | SBS Pashto