د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: نيو ساوت ويلز ۲۵۰۰ نوې پيښې ثبت کړې

نن د ډسمبر مياشت ۲۰ نيټه ده او ټول اسټراليا څخه تاسو ته د کوويډ-۱۹ تازه معلومات لرو.

NSW Premier Dominic Perrottet

NSW Premier Dominic Perrottet Source: AAP

د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو کې د کرونا ويروس نوې پيښې چټکۍ سره ډيريدو حال کې دي.

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو دوو ورځو کې له ۵۰۰۰ څخه ډيرې پيښې ثبت کړي او ډيري پيښې د کرونا ويروس اوميکرون ډول دي.

د اسټراليا ملي کابينه سبا يوه بيړنۍ ناسته کوي ترڅو اسټراليا کې د خلکو تر مينځ د اوميکرون ويروس بڼې خپريدو ارزونه وکړي او ايالتونو او سيمو ته لارښوونې وړاندې کړي.

نيو ساوت ويلز ايالت چې نږدې بشپړه ازادي خلکو ته ورکړل شوې تر پرون شپې ۸ بجو پورې يې ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰۱ نوې پيښې ريکارډ کړې.

د ياد ايالت مشر ډومنيک پيروتيت وايي، د ياد ايالت خلکو ته ازادي له بشپړ ډاډ سره ورکړل شوې او هغه وړانديزونه يې رد کړي چې ګواکې يو ځل بيا د مخ ماسک کارول جبري وګرځوي.

د ويروسونو برخې پوه ډان سوان چې ويسميت روغتون کې دنده ترسره کوي وايي، د اوميکرون ويروس بڼه ډيره ساري ده او چټکۍ سره خلکو ترمينځ انتقاليږي.

ښاغلی پر حکومت غږ کوي چې خپريدو مخنيوي لپاره ځيني عاجلو کړنو ته اړتيا ده.

د اسټراليا د نفوس ودې کچه ډيره ټيټه شوې او ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې يوازې ۰.۳ سلنه نفوس کې ډيروالی راغلی.

بله خوا کوينزليند ۵۹ نوې پيښې، ويکټوريا ۱۳۰۲،نيو ساوت ويلز ۲۵۰۱ او کنبيرا ۱۳ پيښې ثبت کړې.

شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: نيو ساوت ويلز ۲۵۰۰ نوې پيښې ثبت کړې | SBS Pashto