اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ تازه معلومات

نن د جنورۍ مياشت ۶ نيټه ده او له ټول اسټراليا څخه تاسو ته د کوويډ-۱۹ تازه معلومات وړاندې کوو.

Gold Coast PCR testing line

People wait in line for a covid test at Robina Health Precinct on January 5, 2022 in Gold Coast, Australia. Source: Chris Hyde/Getty Images

د اسټراليا ملي کابينې چهارشنبې په ورځ پريکړه وکړه چې ټول هغه کسان چې د کوويډ-۱۹ چټکې معاينې (rapid antigen test) پايله يې مثبت وي اړ ندي ترڅو د ( PCR )  معاينه وکړي او په اوږدو کتارونو کې ودريږي.

ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ايالتونو کې کوويډ-۱۹ له امله روغتون کې د بستر شوو کسانو شميرې ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دي.

نيو ساوت ويلز کې ۱۶۰۹ کسان، ويکټوريا ايالت کې ۶۳۱  او په کوينزليند کې ۲۸۴ کسان روغتون کې درملنې لاندې دي.

ويکټوريا ايالت کې ټول هغه کسان چې د کرونا ويروس چټکه معاينه يا (rapid antigen test) کوي او که د معاينې پايله مثبت وي نو بايد هغه د ويکټوريا ايالت حکومت سره انلاين فورمې، ټليفون او يا ويبپاڼې له لارې شريک کړي.

نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس ۳۴،۹۹۴ نوې پيښې او ۶ کسانو مړينه ثبت کړه.

ويکټوريا ايالت بيا ۲۱،۹۹۷ نوې پيښې او ۶ کسانو مړينه ثبت کړه.

کوينزليند ايالت ۱۰،۳۳۲ نوي پيښې او ۱ کس مړينه ثبت کړه.

تازمانيا ايالت ۷۵۱ نوې پيښې ثبت کړې.

ستاسو په ايالتونو کې نوو تدابيرو باندې پوهيدو لپاره دا ځای کليکاږئ.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ تازه معلومات | SBS Pashto