کوويډ-۱۹ تازه معلومات: نيو ساوت ويلز او ويکټوريا ايالتونو يو ځل بيا تر ټولو ډيرې پيښې ريکارډ کړې

د ۲۰۲۱ کال جولای مياشت ۲۲ نيټه، له ټول اسټراليا څخه د کرونا ويروس تازه معلومات.

Cleaners are seen at work inside of the Prahran Market in Melbourne, Thursday, July 22, 2021.

Prahran Market is undergoing a deep clean after it was revealed a customer, who tested positive for COVID-19, visited on July 17 between 9.40am and 11.15am. Source: AAP Image/James Ross

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې خبراری ورکړ چې راتلونکو ورځو کې به ياد ايالت د کرونا ويروس لا ډيرې پيښې ثبت کړي.

Prahran Market د ملبورن ښار جنوب ختيځ سيمه کې د کرونا ويروس خپريدو خطر ليسټ کې ورګډ شو.

اډيليډ ښار کې د کرونا ويروس خپريدو ځايونو شمير ۷۱ ته لوړ شو.

ټازمانيا کې يو ۴۰ کلن سړي د اسټرازينيکا واکسين ترلاسه کولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.


نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت تر پرون د شپې ۸ بجو پورې ۱۲۴ نوې پيښې ريکارډ کړې.

له نوو پيښو څخه ۸۷ يې داسې حال کې چې ناروغه ول ټولنه کې تګ راتګ کړی. نوو پيښو څخه ۳۰ يې فيرفيلډ سيمه کې موندل شوي.

راتلونکې جمعې ورځ وروسته هغه کسان چې Canterbury-Bankstown سيمه کې ژوند کوي او بيا زړو او معلولينو او يا هم روغتيا څانګو کې کار کوي هغوی اړ دي ترڅو په هرو ۳ ورځو کې يو وار د کرونا ويروس معاينه وکړي.

د کرونا ويروس پيښو د سيمو ليسټ دلته موندلی شئ، سيدني ښار کې اوسني محدوديتونه به تر جولای مياشت ۳۰ نيټې پورې پر خپل ځای وي.

ويکټوريا

ويکتوريا ايالت بيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۶ نوې پيښې ريکارډ کړې.

ياد ايالت کې سږ کار دا په يوه ورځ کې تر ټولو ډيرې پيښې رکارډ کيږي. دا مهال ويکتوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۱۴۶ فعاله پيښې شتون لري.

دا مهال د مثبتو پيښو ۱۸۰۰۰ نږدې اړيکې کسان په کورونو کې بند دي او د ويروس خپريدو ځايونو شمير هم ۳۸۰ ته لوړ شوی.

د کرونا ويروس د پيښو ليسټ دلته موندلی شئ او ويکټوريا ايالت کې اوسنی بنديز به تر جولای مياشت ۲۷ پورې پر خپل ځای وي.

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې له اسټراليا څخه تازه معلومات

جنوبي اسټراليا د کرونا ويروس ۲ نوې پيښې ريکارډ کړې او لدې پيښو څخه ياد ايالت کې فعاله پيښې ۱۴ دي.

کوينزليند له ټول نيو ساوت ويلز ايالت سره خپل پولې له جولای مياشت ۲۳ نيټې څخه تړي.

ټازمانيا کې يو سړي د اسټرا زينيکا واکسين اخيستلو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نوموړي عمر ۴۰ شاوخوا وه.


 

لوی اختر سبا د جولای پر ۲۳ نېټه پای ته رسېږي، مهمه ده چې خپل ځان او ټولنه وژغورئ.


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service