کوويډ-۱۹ تازه معلومات:نيو ساوت ويلز د ريکارډ په کچه نوې پيښې ثبت شوې بله خوا زرګونو کسانو بنديزونو خلاف لاريون وکړ

د ۲۰۲۱ کال جولای مياشت ۲۴ نيټې لپاره تاسو ته د کرونا ويروس تازه معلومات وړاندې کوو.

Protesters march along Broadway and George St towards Sydney Town Hall during the ‘World Wide Rally For Freedom’ anti-lockdown rally at Hyde Park in Sydney, Saturday, July 24, 2021. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING

Protesters march along Broadway during the World Wide Rally For Freedom anti-lockdown rally at Hyde Park in Sydney, Saturday, July 24, 2021. Source: AAP Image/Mick Tsikas

نيو ساوت ويلز ايالت کې پيښې په ډيريدو دي.

سيدني او ملبورن ښارونو کې د بنديزونو خلاف زرګونو کسانو لاريون وکړ.

ويکټوريا ايالت ټول نيو ساوت ويلز ايالت يې د کرونا ويروس خطر جدي سيمه ونوموله.

جنوبي اسټراليا لږو پيښو ثبت وروسته محدوديتونو کې نرمښت راولي.


نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز کې تر پرون شپې ۸ بجو پورې ۱۶۳ نوې پيښې ريکارډ شوې چې دا شمير د ډيلټا ويروس خپريدو وروسته تر ټولو ډير شمير ګڼل کيږي چې په ۲۴ ساعتونو کې ريکارډ کيږي.

نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو ۲۴۶ کسان د کرونا ويروس قوانينو څخه سرغړونې لپاره جريمه کړي.

جون مياشت راهيسې نيو ساوت ويلز ايالت کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د نيو ساوت ويلز دوه نورې سيمې Cumberland او  Blacktown د حکومت لخوا د ويروس خپريدو مرکزونه ګڼل شوي او پر يادو سيمو سخت بنديزونه لګول شوي.

له يادو سيمو څخه يوازې ضروري کاريګر نورو سيمو ته سفر کولی شي.

د کرونا ويروس پيښو ځايونو ليسټ لدې ځايه موندلی شئ.

ويکټوريا

ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۱۲ نوې پيښې ريکارډ ړې او له نوو پيښو څخه ۱۰ يې کورونو کې بند او يوازې ۲ يې ټولنې که تګ راتګ کړې.

د ويکټوريا ايالت مشر بريت ساتون ټول نيو ساوت ويلز ايالت يې د کرونا ويروس سر خطر ليسټ کې داخل کړ.

ويکټوريا ايالت کې به د کرونا ويروس بنديزون تر جولای مياشت ۲۷ نيټې پورې پر خپل ځای وي.

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پيښو د ځايونو ليسټ دلته موندلی شئ.

 

تيرو ۲۴ ساعتونو کې له ټول اسټراليا څخه د کرونا ويروس خبرونه

د جنوبي اسټراليا ايالت مشر سټيوين مارشل ووي، جنوبي ايالت د کرونا ويروس شته محدوديتونو لرې کولو پر لور روان دی او داسې بريښې چې راتلونکې سه شنبه به ياد ايالت کې بنديزونه لرې کيږي او ښوونځي به چهار شنبې څخه بيرته پيل شي.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نيو ساوت ويلز ايالت ته د لا ډير فايزر واکسين ورکولو برخه کې کره ژمنه نده کړې.

د کرونا ويروس له امله رامينځته شوو محدوديتونو پر خلاف زرکونو کسانو په نيو ساوت ويلز او ملبورن کې لاريونونه وکړل.


 

کوويډ-۱۹ په اړ افسانې او ناسم معلومات

ځوانان د کرونا ويروس له امله ډيره نه ناروغه کيږي او د کرونا ويروس يوازې زاړه وژني.

حقيقت:

د کرونا ويروس زاړه او هم هغه کسان چې لا دمخه ناروغي لري هغوی ډير ناروغه کوي. ولې ياد ويروس ډير سامله ځوانان له خطر سره مخ کوي او هغوی وژني.



 

 

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
کوويډ-۱۹ تازه معلومات:نيو ساوت ويلز د ريکارډ په کچه نوې پيښې ثبت شوې بله خوا زرګونو کسانو بنديزونو خلاف لاريون وکړ | SBS Pashto