کووېډ-۱۹: په سیډني کې قرنطین پای ته نږدې شوی او ملبورن د نړۍ ترټولو ډېر قرنطین شوی ښار شو

نن د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر څلورمه نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

People are seen exercising at Albert Park Lake in Melbourne, Monday, October 4, 2021. Melbourne has become the most locked down city in the world, surpassing the 245-day record set by Argentina's Buenos Aires. (AAP Image/Daniel Pockett) NO ARCHIVING

People are seen exercising at Albert Park Lake in Melbourne, Monday, October 4, 2021. Source: AAP Image/Daniel Pockett

مهم ټکي:

  • په وېکټوریا ایالت کې ۴۵ سلنه په کرونا نوي اخته شوي کسان له ۳۰ کلونو کم عمر لري.
  • د نیو ساوت وېلز ایالت په لیزمور سیمه کې د ۷ ورځو لپاره قرنطین وضع شو.
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې ۹۳  سلنه په شرایطو برابرو کسانو د کرونا وېروس لږترلږه یو واکسین ترلاسه کړی دی.
  • په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس یوه نوې پېښه ثبت شوې.
وېکټوریا 

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۳۷۷ نوې پېښې ثبت شوي او ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ملبورن ښار کې د قرنطین ۲۴۶ ورځې پوره شوې او دا شپږم ځل دی چې په دغه ښار کې قرنطین وضع شوی دی. د ۲۴۶ ورځو قرنطین سره ملبورن د نړۍ په ډېر قرنطین شوي ښار بدل شو.

ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.

نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۶۲۳ نوې پيښې ثبت شوي او ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د نیو ساوت وېلز ایالت په لیزمور سیمې کې د ۷ ورځو لپاره قرنطین وضع شوی. 

په نیو ساوت وېلز ایالت کې شاوخوا ۶۸ سلنه کسانو د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی چې ۷۰ سلنه ته په رسېدلو سره به په دغه ایالت کې قرنطین پای ته ورسېږي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ.

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۲۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې له ۹۳ سلنه څخه زیاتو کسانو د کرونا وېروس لومړی ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. 

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary

Appointment Reminder Tool.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

نیو ساوت ویلز 

وېکټوریا

کوینزلنډ

سویلي آسټرالیا

لویدیځه آسټرالیا

تزمانیا

د آسټرالیا شمالي سیمه 

د آسټرالیا مرکزي سیمه 


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service