کووېډ-۱۹: د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې پورې په نیو ساوت وېلز ایالت کې محدودیتونه په دریو پړاونو کې له منځه وړل کېږي

نن د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۲۷ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

Birrong Leisure and Aquatic Centre

Public arrives at the Birrong Leisure and Aquatic Centre, after outdoor swimming pool were allowed to open today in Sydney, Monday, September 27, 2021. Source: AAP Image/Bianca De March

مهم ټکي: 

  • نیو ساوت وېلز ایالت له محدودیتونو څخه د وتلو نقشه اعلان کړه.
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا وېروس له امله د مړینې لومړنۍ پېښه ثبت شوه.
  •  

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۷۰۵ نوې پېښې ثبت شوي.


نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۷۸۷ نوې پيښې ثبت شوي او ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې د اکټوبر له ۱۱ نېټې څخه محدودیتونه نور هم کمېږي، تمه کېږي ترڅو د اکټوبر پر ۱۱ نېټه په نیو ساوت وېلز ایالت کې د واکسین شویو کسانو شمېر ۷۰ سلنه ته پورته شي.

آغلې برېجیکلین نن له محدودیتونو څخه د وتلو نقشې د اعلان پرمهال وویل چې ۸۰ سلنه کسان په نیو ساوت وېلز ایالت کې دوه ډوزه واکسین ترلاسه کړي له هغه وروسته د واده او جنازې به مراسمو کې د ګډون محدودیت هم له منځه وړل کېږي.

هغه زیاتوي کله چې ۹۰ سلنه خلک په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړي نو تر هغې وروسته محدودیتونه نور هم کمېږي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ.

وېکټوریا

 ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۷۰۵ نوې پيښې ثبت شوي.

په وېکټوریا ایالت کې تر دې دمه ۶۰ سلنه کسانو لږترلږه د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی. وروسته له هغه چې په وېکټوریا ایالت کې ۷۰ سلنه کسانو د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي، په ملبورن ښار کې به محدودیتونه کم شي.

. ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي او یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اکټوبر له ۱ نېټې څخه په مرکزي آسټرالیا کې ۲ کسان د یو بل کورونو ته ورتللی شي.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary

Appointment Reminder Tool.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

نیو ساوت ویلز 

وېکټوریا

کوینزلنډ

سویلي آسټرالیا

لویدیځه آسټرالیا

تزمانیا

د آسټرالیا شمالي سیمه 

د آسټرالیا مرکزي سیمه

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service