کووېډ-۱۹: د نیو ساوت وېلز ایالت شاوخوا ۴۰ سلنه په شرایطو برابرو کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی

نن د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۶ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

the Emergency Department at the Blacktown Hospital in Sydney

NSW Ambulances park in the receiving bay for the Emergency Department at the Blacktown Hospital in Sydney, Thursday, August 26, 2021. Source: AAP Image/Bianca De March

مهم ټکي: 

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې شاوخوا ۴۰ سلنه کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی.
  • د وېکټوریا ایالت د کرایې د فشار کمولو لپاره یو پروګرام اعلان کړی دی.
  • په وېکټوریا ایالت کې د کرونا ۲۴۶ نوې پېښې ثبت شوي.
  • ټاکل شوې ترڅو په کوینزلنډ ایالت کې د هغو ډاکټرانو په شمېر کې زیاتوالی راشي چې د فایزر واکسین تطبیقوي.
نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۱۲۸۱ نوې پيښې ثبت شوي او  ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دغې ډلې څخه ۸۳۱ پېښې د سیډني په لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو کې ثبت شوي

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي د ۷۰ سلنه واکسین ریکارډ له ثبت وروسته په روغتونونو کې د کرنا وېروس د ناروغانو شمېر زیات شوی، مګر دا به د محدودیتونو په کمولو هېڅ اثر ونلري.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ.

وېکټوریا

 د وېکټویا ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۲۴۶ نوې پيښې ثبت شوي چې ۱۲۱ یې له پخوانیو پېښو سره اړیکه نلري.

ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۱۱ نوې پېښې ثبت شوي او له دغې ډلې څخه ۷ کسان په داسې حال کې چې ناروغه وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary

Appointment Reminder Tool.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

نیو ساوت ویلز 

وېکټوریا

کوینزلنډ

سویلي آسټرالیا

لویدیځه آسټرالیا

تزمانیا

د آسټرالیا شمالي سیمه 

د آسټرالیا مرکزي سیمه 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service