د کرونا ويروس تازه معلومات: په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي او ملبورن ښار کې د شپې ګرځبندیز وضع شوی دی

د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ شپاړسمه: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Bondi Beach in Sydney, Monday, August 16, 2021.

Sydney'de kurallara uymayan yüzlerce kişiye para cezası kesildi. Source: AAP Image/Bianca De Marchi

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د ملاتړ دوه ډوله نورې پیسې خلکو ته ورکول کېږي
  • په ملبورن ښار کې قرنطین د دوو نورو اوونیو لپاره تمدید شو
  • د شمالي سیمې ځینې برخې د قرنطین په حال کې دي
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا ۱۹ او قرنطین کې هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې
نیو ساوت ویلز

د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت  کې د کرونا وېروس ۴۷۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۷ کسانو د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په مړه شویو کسانو کې یواځې دوه کسان داسې وه چې واکسین یې ترلاسه کړی وه.

د لنډمهاله ویزې درلودونکي کسان هم کولای شي د رید کراس له لارې ۴۰۰ ډالره ترلاسه کړي.

.د سیډني ښار هغو ۱۲ سیمو ته چې زیات کسان په کې کرونا اخته دي ، د کرونا واکسین ۵۳۰ زره ډوزه ورکول کېږي

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ. 

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي چې ۵ پیښې یې له پخوانیو سره تړاو نلري.

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي. 

په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ: https://www.coronavirus.vic.gov.au/vaccination-centres


 

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

  • د داروین کترین سیمه د ۷۲ ساعتونو لپاره قرنطین شوې
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د ۱۹ نویو پېښو له ثبت وروسته قرنطین د دوو نورو اوونیو لباره غځول شوی دی
 


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service