مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۲۹۰ نوې پېښې ثبت شوي.
- په وېکټوریا ایالت کې ډیری نوي اخته شوي کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري.
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې اوس ډېر خلک کولای شي د فایزر واکسین ترلاسه کړي.
- په کوینزلنډ ایالت کې د لاریو چلوونکي په لاریون لاس پورې کړی.
نيو ساوت ويلز
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس۱۲۹۰ نوې پيښې ثبت کړې او ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي په دغه ایالت کې نږدې دویمه حصه بالغه کسانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. تمه کېږي چې تر اکتوبر میاشت پورې به د آسټرالیا ۷۰ سلنه اوسېدونکي د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړي.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۷۳ نوې پېښې ثبت شوي. له دغې ډلې څخه ۲۱ پېښې له پخونیو پېښو سره هېڅ اړیکه نلري.
په وېکټوریا ایالت کې ډیری اخته کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري او تر دې دمه ۸۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسره ورکړی دی.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۱۲ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو اخته کسانو شمېر ۲۳۶ کسانو ته رسېدلی دی.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.

Source: ALC
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه: