کووېډ-۱۹: د آسټرالیا اوسېدونکي کولای شي له نومبر میاشتې څخه د کرونا وېروس معاینې په خپلو کورونو کې وکړي

نن د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۲۸ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

Mtu anaye vaa barakoa, avuka mtaa wa Melbourne.

Mtu anaye vaa barakoa, avuka mtaa wa Melbourne. Source: AAP

مهم ټکي:

  • د آسټرالیا د درملو د تائید ادارې اجازه ورکړې ترڅو د آسټرالیا اوسېدونکي وکولای شي له نومبر میاشتې څخه د کرونا وېروس معاینې په ځپلو کورونو کې وکړي.
  • په وېکټوریا ایالت کې په یوه ورځ د کرونا وېروس ټرټولو ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.
  • په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي.
وېکټوریا 

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۸۶۷ نوې پېښې ثبت شوي او ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نويو پېښو له ثبت سره د فعاله پېښو شمېر له ۹۲۰۰ پېښو څخه زیات شوی دی.

په وېکټوریا ایالت کې نږدې ۸۰ سلنه کسانو د کرونا واکسین لومړی ډوز ترلاسه کړی. تمه کېږي چې  د نن ورځې تر پایه پورې به د ۸۰ سلنه هدف پوره شي او محدودیتونه به په دغه ایالت کې کم شي.

 ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.

نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۸۶۳ نوې پيښې ثبت شوي او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نیو ساوت وېلز د روغتیا وزیر  برډ هزرد وايي چې د وضعیت له ښه کېدو سره د نیوساوت ویلز په بایرن او ټویډ شایر سیمو کې له نن شپې څخه محدودیتونه له منځه وړل کېږي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ.

کوینزلنډ 

په کوینزلنډ ایالت کې  د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي دي، په دغه ډله کې  یو داسې شخص هم شامل دي چې د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین یې هم ترلاسه کړی دی.

د کوینزلنډ ایالت چارواکي د نویو محلي پېښو د سرچینو د موندلو په لټه کې دي.

تر اوسه  پورې په دغه ایالت کې قرنطین ندی وضع شوی، مګر د ماسک اغوستل په برزبن او موټن بې سیمه کې جبري شوی دی.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary

Appointment Reminder Tool.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

نیو ساوت ویلز 

وېکټوریا

کوینزلنډ

سویلي آسټرالیا

لویدیځه آسټرالیا

تزمانیا

د آسټرالیا شمالي سیمه 

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

 


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
کووېډ-۱۹: د آسټرالیا اوسېدونکي کولای شي له نومبر میاشتې څخه د کرونا وېروس معاینې په خپلو کورونو کې وکړي | SBS Pashto