کوويډ-۱۹: نيو ساوت ويز ۸۲۵ نوې پيښې ثبت او د اسټراليا لويو ښارونو کې زرګونو کسانو بنديزونو خلاف مظاهرې وکړې

نن د اګست د مياشت ۲۱ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس تازه معلومات لرو.

NSW Police conduct an operation in an attempt to head off an anti-lockdown protest in Sydney, Saturday, August 21, 2021.

NSW Police conduct an operation in an attempt to head off an anti-lockdown protest in Sydney. Source: AAP Image /Dan Himbrechts

نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس ه پيل تر اوسه نن ورځ تر ټولو ډيرې د کرونا ويروس پيښې ثبت کړې.

ويکټوريا ايالت هم د کرونا ويروس ۶۱ نوې پيښې ثبت کړې او ياد ايالت کې محدوديتونه نورو لرې پرتو سيمو ته هم وغځيدل.

کونيزليند ايالت بيا د کرونا ويروس کومه مثبت پيښه نده ثبت کړې.

د اسټراليا پلازمينې کنبريا بيا د کرونا ويروس ۸ نوې پيښې ثبت کړې.


 

نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت د ريکارډ په کچه د کرونا ويروس ۸۲۵ نوې پيښې ريکارډ کړې او درې کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نن د اسټراليا سيدني ښار کې سلګونو کسانو شته محدوديتونو او بنديزونو خلاف مظاهرې وکړې.

د يادو مظاهرو کابو کولو لپاره د نيو ساوت ويلز ايالت ۱۵۰۰ پوليس ځای پر ځای شوي ول ترڅو د مظاهره کوونکو مخه ونيسي.

نن ورځ سيدني ښار ته، ريل ګاډي، ټيکسي او نور مسافر وړونکو وسايطو تګ باندې بنديز لګيدلی وه.

که تاسې هغو سيمو کې چيرې چې د کرونا ويروس پيښې ډير خپريدو حال کې دي ژوند کوئ او واکسين کول غوارئ نو اوس کولی شئ واکسين کيدو لپار وخت واخلئ او فايزر يا نور واکسينونه وکړئ.

 

ويکټوريا

ويکټوريا د کرونا ويروس ۶۱ نوې پيښې ريکارډ کرې.

له نوو پيښو څخه ۳۹ يې داسې حال کې ټولنه کې تګ راتګ کړی چې په کرون ويروس اخته ول.

د ويکټوريا ايالت لرې پرتو سيمو کې هم د کرونا ويروس پيښې موندل شوي او له نن غرمې ۱ بجې وروسته لرې پرتو سيمو باندې هم لکه د ويکټوريا مرکزې سيمو بنديز ولګيده او خلک نشي کوی ضروري کارونو پرته تګ راتګ وکړي.

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې له ټول اسټراليا څخه د کرونا ويروس اړين معلومات

د اسټراليا پلازمينه کنبيرا د کرونا ويروس ۸ نوې پيښې ثبت کړې. ياد ايالت د واکسين پلي کولو پلان کې تر ۱۲ کلن ماشومان هم شاملوي.

کوينزليند ايالت بيا د کرونا ويروس هيڅ يوه مثبت پيښه نده ريکارډ کړې.
alc covid mental health
Source: ALC



قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 


Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 
Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territory

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service