د افغانستان د ښځو د کرېکټ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د بې پولې کرېکټ لوبډلې لپاره ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.
په دغه لوبه کې شازیه ځاځۍ ۴۰، نیلاب ستانکزۍ ۱۳ او شکریه نورې ۹ منډې ترسره کړې. خو د بې پولې کرېکټ لوبډلې دغه هدف په ۱۹ اورونو او دوو توپونو کې پوره کړ او بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
د بې پولې کرېکټ لوبډلې لوبغاړې کمالجوت کور ۲۶، ابې کولېهول ۲۲ او جېس فیلډ ۱۶ منډې ترسره کړې.
سره له دې چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ د افغانستان د ښځینه لوبغاړو ملاتړ کوي، خو تر اوسه یې د افغانستان له نارینه کرېکټ لوبډلې سره درې ځله لوبې لغوه کړي دي.
د طالبان له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د کرېکټ ۲۲ ښځینه لوبغاړې آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.