'د خپل خطر ارزونه وکړئ': په آسټرالیا کې سېلابونو لپاره چمتووالی او ژوندي پاتې کیدل

د لانینا موسمي حالت له امله د آسټرالیا په ختیځو برخو کې له عادي اندازې زیات باران ورېږي. کارپوهان له خلکو غوښتنه کوي ترڅو په هغو سیمو کې له احتیاط څخه کار واخلي چې د سېلابونو له خطر سره مخ دي.

Severe NSW weather causing more floods

Severe NSW weather causing more floods Source: Department of Defence

مهم ټکي:

  • هېڅکله د سیلاب په اوبو کې موټر مه چلوئ.

  •  د مرستې لپاره د خپل ايالت د بېړنيو خدمتونو (SES) ادارې ته په ۱۳۲۵۰۰ شمېره زنګ ووهئ.

  • که چېرې ستاسو ژوند په خطر کې وي، 000 ته زنګ ووهئ.


     

د آسټرالیا هوا پېژندنې ادارې (BOM) د نیو ساوت وېلز ایالت په ختیځو سیمو کې له اوسط څخه د زیات باران د ورښت له امله د جدي سیلابونو خبرداری ورکړی دی.

د Allianz موندنې ښیي چې آسټرالیا د لا نینا رامينځته کيدو سره په کافي اندازه چمتو والی نه لري او نه هم سيلاونو پر وړاندې اړين تدابير نيول کيږي.

بله خوا د بیمې برخه چې د ناورين وخت کې راجستر شوو کورنيو سره اړينه مرسته کوي د هغې ملي مدیر مارک او کونور وايي، په خواشینۍ سره، طوفان او سیلاب تیر کال د آسټرالیا کورونو ته ۲.۴ ملیارد ډالر زیان رسولی.

د هر طبعي ناورين او بد حالت راتللو څخه مخکې که چيرې اړين تدابير ونيول شي بيا يې زيان لږ وي.
A bike rider is seen riding the flooded footpath at Manly Lagoon.
A bike rider is seen riding the flooded footpath at Manly Lagoon. Source: Lee Hulsman/Getty Images

مخکې پلان وکړئ، د بیړني حالت لپاره چمتو اوسئ

ډير پوهان وړانديز کوي چې هر کال خپل د بیمې پالیسي وګورئ او د کور بیړني پلان جوړ کړئاو بيا هغه پلان له خپل کورنۍ سره شریک کړئ. بل تر ټولو ډير ګټور کار خپل ګاونډيانو او سيمې خلکو سره اړيکې لرل دي چې هغوی هم له تاسو سره د بيړنيو حالاتو کې د مرستې او نورو تدابيرو په بړخه کې مشوره درکوي.

که تاسو پوهیږئ چې ستاسو کور د ډوبیدو احتمال لري، بیکر وړاندیز کوي چې مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي لکه ستاسو ټول قیمتي توکي لوړې ځمکې ته پورته کول. ډیویډ بیکر، د ویکټوریا ایالت د بیړني خدماتو یا VICSES مرستیال رییس دی او خلک هڅوي چې د اور یا سیلابونو په صورت کې د بیړني کټ (کڅوړه) رامینځته کړئ. د ناورین لپاره د خپل کور چمتو کول او لا ډير نور اړين معلومات ستاسو د سيمې له SES ویب پاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.

بیکر دا سپارښتنه هم کوي چې د کثافاتو یا شاپینګ پلاستيکي خلتې له شکو او نورو شيانو ډکې کړئ او خپل د تشناب فاضله ځای پرې بند کړئ ځکه د سيلاونو په وخت کې ستاسو کمود يا نورو ځايونو څخه فاضله اوبه راوځي. 

له کور څخه وتلو لار وګورئ چې کومه له اوبو پاکه ده او سيلاونه پکې ندي راوتلي، او بل تل دا ډير اړين وي چې سيلاب ځپلو سيمو خلکو څخه چې کله د کور پريښودلو غوښتنه کيږي نو هغوی بايد کور پريږدي ځکه پاتې کيدو سره ژوند او کور دواړه له خطر سره مخ کيږي.

هيڅکله هڅه مه کوئ چې د سيلاب اوبو کې موټر وچولئ ځکه يوازې ۱۵ سانتي متره اوبو کې موټر چلول ستاسو موټر له چليدو غورځيدلی شي.

سيلاونو راوتلو وخت کې د موټر چلول د ډيرې مړينې لامل ګرځي.

په سیلاب ځپلو سړکونو موټر مه چلوئ

بیکر د سخت باران په صورت کې د ټیټو اوبو له لارې د موټر چلولو په وړاندې خبرداری ورکوي ځکه چې سیلابونه په چټکۍ سره پیښ کیدی شي. د سیلابونو په جریان کې د مړینې اصلي لامل د سیلاب په اوبو کې موټر چلول دي. که تاسو په سختو بارانونو کې نیول شوي یاست، نو دا به غوره وي چې خوندي ځای ته ورشئ یا لوړې ځمکې ته ورشئ.

که تاسو نور نشئ کولی له خپل موټر څخه بهر شئ، دا یو احتمالي جدي بیړني حالت رامینځته کیدل دي چې پدې وخت کې بايد سمدستي درې ګونی صفر (000) ته اړتیا لرئ او زنګ ووهئ.
A Swift Water Rescue team
A Swift Water Rescue team Source: AAP Image/Darren England

کله چې د وتلو توان نلري

که تاسو د سیلاب په ډیریدو اوبو کې نیول شوي یاست او د وتلو توان نلري، دا د ژوند ګواښونکي حالت کیږي، او تاسو باید په خوندي او لوړ ځای کې پناه واخلئ او درې ځله صفر (000) ته ټیلیفون وکړئ.

د سیلاب د اوبو زیاتوالی د ملکیتونو د جلا کیدو، د بریښنا د بندیدو، د فاضله موادو د اختلال او نورو اسانتیاوو لامل کیدی شي. که تاسو د وتلو توان نه لرئ، مګر بیا هم پاکې اوبه لرئ نو خپل توکي له اوبو ډک کړئ ځکه اوبه کيدای شي ناپاکې او خړې شي.

دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې که چیرې بریښنا له لاسه ورکړي په یخچال کې ساتل شوي ډیری خواړه به د خوړلو لپاره ناکاره شي.

که تاسو د سیلاب د اوبو د بندیدو له امله جلا شئ، د وتلو هڅه مه کوئ، دا د پاتې کیدو او مرستې ته انتظار کولو څخه ډیر خطرناک کیدی شي.

که تاسو د سیلاب په اوبو کې نیول شوي یاست

د اوبو لوړيدو سره سره لاړ شئ

خپل لاس پورته کړئ ترڅو ستاسو مرستې ته اړتیا وښيي

په شا باندې ځان اوبو سره کې ونيسئ ترڅو سر مو له اوبو جږ وساتئ.

هغه شيان ونیسئ چې د اوبو په سر تیریږي لکه ایسکی، یو توپ یا بوګي بورډ

او دا مهمه ده چې تاسو پخپله اوبو ته د تلو له لارې د یو چا د ژغورنې په لټه کې مه اوسئ ځکه چې ډیری خلک د نورو ژغورلو په هڅو کې ډوبیږي.

بيړني حالت کې د يو انسان ژوند ژغورل تر ټولو مهمه ده.

خپل د سيمې SES بيړنيو خدمتونو له ويبپاڼې څخه لا ډير معلومات ترلاسه کړئ.

Royal Life Saving Australia Website

که تاسې سيلاب ځپلې سيمې کې ژوند کوئ او مرستې ته اړتيا لرئ بيا د بيړنيو خدمتونو شميرې ته په ۱۳۲۵۰۰ زنګ ووهئ.

بيړني حالت کې ۰۰۰ ته زنګ ووهئ.

که د ژبې ستونزه لرئ د ژبارې خدمتونو ته په ۱۳۱۴۵۰ زنګ ووهئ.

 

 







شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Amy Chien-Yu Wang, Abdullah Alikhil, SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
'د خپل خطر ارزونه وکړئ': په آسټرالیا کې سېلابونو لپاره چمتووالی او ژوندي پاتې کیدل | SBS Pashto