افغاني الاصلې سناتورې فاطمې پیمان په آسټرالیا کې نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

سناتورې فاطمې پيمان د کارګر ګوند له پرېښودو څلور مياشتې وروسته د آسټراليا غږ (Australia's Voice) په نوم سياسي ګوند جوړ کړ.

A woman in a grey hijab

The former Labor senator hopes to run candidates in the upper house in every state. Source: AAP / Mick Tsikas

د سویلي آسټرالیا سناتورې فاطمې پیمان نن سهار په رسمي ډول نوی سیاسي ګوند اعلان کړ.

سناتورې پیمان څرګنده کړې چې د هغې ګوند به په ټولو ایالتونو کې د ولسي جرګې او سنا مجلس په ټاکنو کې نوماندان ولري.

هغې ویلي، د 'آسټرالیا غږ' به یو مرکزي ګوند وي چې په "ټولو آسټرالیایانو" تمرکز کوي.

آغلې پیمان د خپل سیاسي ګوند د پالیسۍ پلیټ فارم ندی څرګند کړی، مګر ځینې مسئلې یې په ګوته کړي چې آسټرالیایان ورسره لاس او ګریوان دي لکه د ژوند لګښتونه او د کورونو وړتیا.
فاطمه پیمان می‌گوید پدرش او را به مکتب اسلامی فرستاده بود تا از هویت و دین خود بیگانه نشود.
Source: Supplied / Supplied/Fatima Payman
سناتورې فاطمې پیمان ۴ میاشتې وړاندې د آسټرالیا د کارګر ګوند له پارلماني ډلې څخه تر ګوښه کېدو وروسته له یاد ګوند څخه استعفا وکړه.

د کارګر ګوند له پارلماني ډلې څخه د هغې نوم وروسته له هغې لرې شوی و چې هغې د خپل ګوند د دریځ خلاف په پارلمان کې د فلسطیني دولت رسمیت پیژندلو ته رایه ورکړه.
فاطمه پیمان څوک ده؟

فاطمه پیمان په ۱۹۹۵ کال کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له تاجک پلار او ازبکې مور څخه پیدا شوې ده.

نوموړې په ۲۰۰۳ م کال کې له خپلې مور او ورونو سره آسټرالیا ته راغلې ترڅو له خپل پلار سره یو ځای شي چې په ۱۹۹۹م کال کې آسټرالیا ته راغلی وه.

د آغلې پیمان کورنۍ د لویدیځ آسټرالیا ایالت، د پرت ښار په شمالي سیمو کې میشته شوې. آغلې پیمان په ۲۰۱۸ م کال کې خپل پلار له لاسه ورکړی او له هغې وروسته یې په‌ ژوند کې سختې ورځې لیدلي دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Ewa Staszewska
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
افغاني الاصلې سناتورې فاطمې پیمان په آسټرالیا کې نوی سیاسي ګوند اعلان کړ | SBS Pashto