Latest

د نیو ساوت ویلز او وېکټوریا اوسیدونکو ته د تودوخې د څپې په اړه خبرداری ورکړل شوی

د نیو ساوت ویلز او وېکټوریا ایالت د ځینو برخو اوسېدونکي د روانې اوونۍ په پای کې د تودوخې څپې لپاره چمتووالی نیسي، په داسې حال کې چې د مرکزي کوینزلنډ ښارګوتي د باران او طوفان له ګواښ سره مخ دي.

A split image of heavy rainfall with a yellow sign reading 'road flooded beyond detour' on the left, and people relaxing at a beach on the right.

Victorians have been issued a three-day heatwave warning as Queensland braces for floods due to heavy rainfall and storms. Source: SBS / Getty

د آسټرالیا د هوا پیژندنې ادارې (BOM) د وېکټوریا او نیو ساوت ایالت د ځینو برخو اوسېدونکو ته د تودوخې د څپې په اړه خبرداری ورکړی چې د تودوخې څپه سویلي آسټرالیا او تزمانیا ته هم رسېږي.

تمه کېږي چې د تودوخې څپه به د نیو ساوت ویلز سویلي برخې لکه بیګا، بمبالا او عدن اغیزمنې کړي.
د وېکټوریا ایالت اوسېدونکو ته تېره ورځ (پنجشنبه) د تودوخې څپې خبرداری ورکړل شوی چې د روانې اوونۍ په پای کې به د تودوخې درجه له ۳۰ پورته شي.

د تودوخې څپه به د ویکټوریا ډیری سیمې اغیزمنې کړي په ځانګړې توګه د ایسټ ګیپسلینډ ( East Gippsland) سیمه چې له ملبورن څخه شاوخوا ۳۵۷ کیلومتره لرې موقعیت لري.

تمه کیږي چې د تودوخې درجه به د راتلونکې اونۍ په پیل کې کمه شي.
A man walks along a road flooded with water, with two cars and a yellow 'road closed' sign in view.
Shane Chelepy, state disaster coordinator for the Queensland Police Service, urged people not to drive through floodwaters following a series of rescues during recent heavy rainfall. Source: AAP / Simon Bullard
په داسې حال کې چې د نیو ساوت ویلز او وېکټوریا په ځینو سیمو کې خلکو ته د تودوخې څپې خبرداری ورکړل شوی، په کوینزلنډ کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته د سیلابونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

د هوا د حالاتو په اړه وروستي مالومات د آسترالیا د هوا پېژندنې ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ: http://www.bom.gov.au/

په بېړنیو حالاتو کې د ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ‌ او که چېرې تاسو په انګلیسي ژبه نه پوهېږئ نو مهرباني وکړئ‌ د ژباړې د وړیا خدمتونو لپاره ۵۰ ۱۴ ۱۳ شمېرې ته زنګ ووهئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Julia Abbondanza
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service