آسټرالیایان ډیری په کومو هېوادونو کې له ستونزو سره مخ کېږي؟

د هغو آسټرالیایان شمېر په ډېرېدو دی چې بهرنیو هېوادونو ته د سفر پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي. ډیری مسافر د ناروغۍ، نیول کېدو، غلا او پاسپورټ د ورکېدو له امله د مرستې غوښتنه کوي.

A man wearing a backpack facing away from the camera in a Thai city

Thailand was the most common destination for Australians seeking assistance from DFAT. Source: Getty / kiszon pascal

د کرونا له وبا وروسته د هغو آسټرالیایانو شمېر زیات شوی چې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي، مګر د سفر له زیاتوالي سره په بهر کې د مسافرو ستونزې هم زیاتې شوي دي.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت (DFAT) په تېر مالي کال کې د قونسلي خدمتونو او د بحران پرمهال د مالي ملاتړ د خدمتونو په اړه خپل وروستی راپور خپور کړی.

دغه راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ له جولای څخه د ۲۰۲۴ کال تر جون میاشتې پورې د دغه وزارت لخوا د قونسلي مرستې ۹ زره او ۶۷ قضیې اداره شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
په کومو هېوادونو کې آسټرالیایان زیات له ستونزو سره مخ شوي؟

تایلنډ هغه هېواد دی چېرې چې تر ټولو زیات آسټرالیایان له ستونزو سره مخ شوي.

د تېر مالي کال پرمهال په دغه هېواد کې د قونسلي مرستې ۸۲۷ قضیې ثبت شوي.

له تایلنډ وروسته، په اندونیزیا او فلپین کې په ترتیب ۵۴۶ او ۵۲۸ قضیې ثبت شوي.

په متحده ایالاتو کې ۴۸۳ داسې پیښې ثبت شوي چې آسټرالیایانو د قونسلي مرستې غوښتنه کړې ده.

په چین کې ۳۰۹، جاپان کې ۲۹۹، هندوستان کې ۲۵۴ او ایټالیا کې ۲۴۰ آسټرالیایانو د قونسلګري مرستې غوښتنه کړې ده.
په بهرنیو هېوادونو کې آسټرالیایان له کومو ستونزو سره مخ کېږي؟

په بهرنیو هېوادونو کې آسټرالیانو تر ټولو زیاته د هوساینې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې د بیلګې په توګه د روانې روغتیا، کورني تاوتریخوالي او بې کورۍ له امله د قونسلي مرستې غوښتنه.

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۱۹ آسټرالیایانو د مړینې په قضیو کې مرسته کړې چې په بهر کې مړه شوي. دغه شمېرې د تیر کال په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
په بهرنیو هېوادونو کې د آسټرالیایانو د ناروغۍ او په روغتون کې د بستر کېدو په پېښو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د ۸۶۵ نیول شویو آسټرالیایانو د قضیو مدیریت کړی دی چې د تېرکال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي. تر ټولو زیات آسټرالیایان په چین، امریکا او سنګاپور کې نیول شوي.

په تېر مالي کال کې ۲۶۷۸ آسټرالیایانو د پاسپورټ د ورکېدو او ۱۹۴۲ کسانو د پاسپورټونو د غلا کېدو راپورونه ورکړي چې د تېر کال په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Jessica Bahr
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service