د آسټرالیا هېواد د کووېډ-۱۹ واکسین د تطبیق ملي تګلاره ښيي چې یاد واکسین کومو کسانو ته او په کومو ځایونو کې ورکول کېږي. د لومړۍ کرښې روغتیایي کار کوونکي، د قرنطین او سرحدي برخې کارکوونکي، د لوی عمر لرونکو او معلولینو د مرکزونو اوسېدونکي او کارکوونکي، هغه کسان دي چې د کرونا واکسین په ملي تګلاره کې ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کولو لپاره نوم ليکنه او نور معلومات له https://covid-vaccine.healthdirect.gov.au/ ويبپانې څخه ترلاسه کولی شئ.
که ستاسو عمر ۴۰ کلونو يا له هغه ډير وي تاسې واکسين کيدو لپاره وړ ياست، ځيني کسان چې عمرونه يې د ۱۶ او ۳۹ کلونو ترمينځ دي هغوی هم کيدای شي واکسين ترلاسه کولو لپاره وړ اوسي.
پدې ويبپاڼه کې https://covid-vaccine.healthdirect.gov.au معلومات وليکئ او دا معلومه کړئ چې ايا تاسې واکسين ترلاسه کولو لپاره وړ ياست.
که تاسې دا مهال واکسين ترلاسه کولو لپاره وړ نه ياست او عمر مو له ۱۸ لوړ دی، تاسې کولی شئ خپل خوښه وښايې چې هر کله مو وار راغی تاسو ته خبر درکړل شي.
اسټراليا کې له ۱۶ کلونو لږ عمر لروونکي اسټراليايان اړ ندي ترڅو اسټراليا کې واکسين ترلاسه کړي.
تاسې خپل کورني ډاکټر سره وخت نيولی شئ او لا ډير معلومات پر خپل ژبه لدې ويبپاڼې ترلاسه کولی شئ.
د کومو واکسينو وړانديز کيږي؟
د اسټراليا د واکسين برخې مشورې تخنيکي ټيم د فايزر واکسين ۱۶ څخه تر ۵۹ کلونو لپاره مناسب بوله.
بله خوا کوويډ-۱۹ واکسين اسټرازينيکا هم ۱۸ څخه تر ۵۹ کلونو وړانديز کيږي.

Source: SBS Pashto
د مختلفو ژبو او کلتورونو خلکو د واکسین چارې
د آسټرالیا حکومت د پلانونو د تطبیق یوه موخه داده ترڅو د مختلفو ژبو او کلتورونو خلک و کولای شي د کرونا واکسین ته لاسرسی ولري.
د واکسیناسیون چمتو کوونکي باید له ټولنو او د ټولنې له مشرانو سره په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې روغتیایي مرکزونه په کلتوري ډول خوندي فعالیت لري. دغې موخې ته د رسېدلو لپاره حکومت غواړي ترڅو د کرونا واکسین د تطبیق پرمهال د مختلفو کلتورونو کارکوونکي هم په دنده وګماري.
ستاسو د کرونا واکسین معلومات په عامه ریکارډ کې ساتل کېږي

Source: SBS Pashto
د آسټرالیا حکومت ځینې معلومات په عامه ریکارډ کې د دې لپاره ثبتوي ترڅو پوه شي چې کومو کسانو واکسین ترلاسه کړی او کومو ندی. دا د آسټرالیا د واکسین چمتو کوونکو مسئولیت دی ترڅو د واکسین معلومات ثبت کړي.
د هر شخص د واکسین معلومات په "My Health Record" او میډیکیر کې ثبتېږي. همدا راز د واکسین یو سند د واکسین ترلاسه کوونکي شخص ته ورکول کېږي.
په آسټرالیا کې د کووېډ-۱۹ ټول واکسینونه وړیا دي
د آسټرالیا حکومت تابعیت لرونکي، د دایمي او لنډمهاله ویزو درلودونکي کسان کولای شي د کووېډ-۱۹ واکسین په وړیا توګه تر لاسه کړي.
بهرني زده کړیالان، کډوال او پناه غوښتونکي هم کولای شي د کرونا واکسین په وړیا توګه ترلاسه کړي.
د آسټرالیا حکومت د کووېډ-۱۹ معلومات
- د آسټرالیا د روغتیا وزارت – د کووېډ-۱۹ واکسین په اړه مهم معلومات په خپله ژبه دلته لوستلی شئ.
- د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت – د کووېډ-۱۹ په اړه مهم معلومات په خپله ژبه دلته لوستلی شئ.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus