د کرېسمس او نوي کار د رخصتیو پرمهال څرنکه کولای شئ خپلې رواني او فزیکي روغتیا ته پاملرنه وکړئ؟

د کرېسمس او نوي کار د رخصتیو پرمهال د ډیریو آسټرالیایانو صحي عادتونه او د ژوند طرز تغییر کوي.

Christmas celebrations in Australia.

Christmas celebrations in Australia. Source: Supplied / Supplied by: Bennet Christian

د نورو مذهبونو او دودونو په څېر، کرېسمس هم په بېلابېلو هېوادونو کې په مختلفو ډولونو سره نمانځل کېږي. کرېسمس د حضرت عیسی د زېږېدنې کلیزې لمانځلو لپاره یوه مذهبې ورځ ده چې په ټوله نړۍ کې د عیسویانو لخوا په ځانګړو مراسمو کې نماځل کېږي.

په آسټرالیا کې کرېسمس او نوی کال د اوړي په موسم کې وي او ښوونځي هم رخصت وي، له همدې امله خلک خپل ډېر وخت له دوستانو او ملګرو سره تېروي.

د رخصتیو پرمهال ممکن د یو شمېر خلکو د خوړو او ژوند طرز تغییر وکړي. د دې لپاره ترڅو خلک و کولاي خپلې روانې او فزیکي روغتیا ته پاملرنه وکړي، پکار ده ترڅو ځینې مهمو ټکو ته پاملرنه وکړي.
سم خواړه خوړل

د کرېسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال آسټرالیایان ډېر چاکلیټ، کیک او غوښې خوري. همدا راز خلک زیات شراب څښي.

دغه خواړه ډیری غوړ، شریني او کالوري لري او د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي.

پکار ده ترڅو خلک د رخصتیو پرمهال، د خپلو خوړو اندازې او وخت ته پام وکړي. د دې ترڅنګ په کافي اندازه خوب وکړي ځکه د خوب کموالی ممکن د دې لامل وګرځي ترڅو خلک ډېر یا هم لوړه اندازه انرژي لرونکو خوړو ته مخه کړي.
Christmas
Credit: Public Domain
فعال پاتې کیدل

د رخصتیو پرمهال فعاله پاتې کېدل هم مهمه دي. د رخصتیو پرمهال که چېرې تاسو جیم یا تمرین ته یو څو ورځې ور نشئ نو دا ممکن ستاسو په اوږمهاله روغتیا ډېر لوی تاثیر ونلري مګر ستاسو په مزاج اغیز لري.

تمرین د انرژي کچې لوړولو، مزاج ښه کولو او فشار کمولو لپاره پیژندل کېږي. په تمرین کې غیرحاضري ممکن داسې وي لکه تاسو چې سهار خپله کافي و نه څښئ.

د رخصتیو پرمهال د نورو فعالیتونو زمینه هم برابره وي ترڅو خلک ځان فعاله وساتي.
Daily exercise
Credit: Pexels
د ذهني فشار مدیریت 

په متحده ایالاتو کې نږدې۹۰ سلنه لویان، د رخصتیو فصل له ذهني فشار سره تړلی ګڼي.

په داسې حال کې چې رخصتۍ د خوښۍ دوره وي، دا غیر معمولي نده چې د پیرودلو، کوربه توب پیښو او اضافي مالي لګښتونو له امله د ستړیا احساس وکړئ.

دا کیدای شي یو له هغو دلیلونو څخه وي چې ولې د رخصتۍ په موده کې د زړه حملې او زړه پورې اړوند مړینې زیاتېږي.

همدا راز که چېرې دوي د رخصتیو پرمهال کومه صحي ستونزه ولري، نو انتظار کوي ترڅو له رخصتیو وروسته یې درملنه وکړي.

ذهني فشار هغه وخت رامینځته کیږي، کله چې خلک احساس وکړي چې دوی په هغه څه کنټرول نلري چې تیریږي. مګر د پلان درلودل کولای شي فشار کم کړي، د بېلګې په توګه پلان ولري چې څومره پیسې مصرف کړي او چېرته ولاړ شي.

د فشار د اداره کولو او مخنیوي لپاره نورې لارې هم شته، د بېلګې په توګه په منظمه توګه ورزش کول، کافي اندازه خوب، له غیر حقیقي توقعاتو څخه ډډه او خپل ځان ته وخت ورکول.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کرېسمس او نوي کار د رخصتیو پرمهال څرنکه کولای شئ خپلې رواني او فزیکي روغتیا ته پاملرنه وکړئ؟ | SBS Pashto