مهم ټکي:
- میلیونونو آسټرالیایانو ته د تودوخې د څپې په اړه خبرداری ورکړل شوی.
- اټکل کېږي چې د نیو ساوت وېلز ایالت په ویلکانیا سیمه کې به تودوخه ۴۷ درجو ته ورسېږي.
- کارپوهان وايي، د تودوخې له لوړېدو سره د مقابلې لپاره باید د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو په اړه فکر وشي.
د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې میلیونونو آسټرالیایانو ته د تودوخې په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د وېکټوریا او نیو ساوت ویلز په ځینو برخو کې به د تودوخې درجه له ۴۰ درجو څخه لوړه شي، مګر د آسټرالیا شمالي سیمه به په راتلونکو دریو ورځو کې د تودوخې له سختې څپې سره مخ وي.
اډېلېد ښار تېره ورځ ۴۰ درجې ګرمې تجربه کړه.
تمه کېږي چې د نیو ساوت ویلز په لویدیځو سیمو کې قوي او ګرم شمال به د اورلګېدنې خطر هم زیات کړي.
د ویکټوریا په مرکزي او لویدیځو سیمو کې خلکو ته د اورلګېډنې په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. تمه کېږي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې به نن د ډسمبر تر ټولو ګرمه ورځ وي.
تمه کیږي چې د دغه ایالت په میلډورا کې به نن د تودوخې درجه ۴۶ درجو ته، په سوان هیل کې ۴۵ درجو او په هورشام کې ۴۴ درجو ته ورسیږي.
د نیو ساوت ویلز ایالت په ویلکانیا کې د ۴۷ او په ایوانهو کې د ۴۶.۵ درجې ګرمۍ اټکل شوی دی.
په داسې حال کې چې آسټرالیایانو ته د تودوخې د نوې څپې په اړه خبرداری ورکړل شوی، کارپوهان وايي چې د تودوخې له لوړېدو سره د مقابلې لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو په اړه فکر کول مهم دي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.