افغانانو ته د آسټرالیا د اعلان شویو بشردوستانه ویزو له ډلې شاوخوا ۷۰ سلنه ورکړل شوې دي

د آسټرالیا د بشردوستانه ویزو په اړه وروستي معلومات په دغه رپوټ کې لوستلی شئ.

Humanitarina Visas for Afghans.png

Credit: GettyImages / Wikipedia / Mujeeb Muneeb

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې له ۱۸ زرو څخه زیاتو افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي دي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې اعلان کړې ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

اس بي اس پښتو معلومات ترلاسه کړي چې د جمهوریت له سقوط وروسته د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې ۱۸،۳۴۸ افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړل شوي دي.

د افغانانو لپاره د اعلان شویو بشردوستانه ویزو په پام کې نیولو سره ویلی شو چې د جمهوریت له سقوط وروسته شاوخوا ۷۰ سلنه بشردوستانه ویزې صادرې شوي او ۳۰ سلنه لا تراوسه پاتې دي.
د آسټرالیا بشردوستانه ویزو لپاره څومره غوښتنلیکونه سپارل شوي؟

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱مې ڼېټې پورې) د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا شاوخوا ۴۸ زره غوښتنلیکونه سپارل شوي.

په دغو غوښتنلیکونو کې د ۲۲۰ زره او ۷۸۷ کسانو لپاره د ویزو غوښتنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د شاوخوا ۷۰ زره افغانانو غوښتنلکونه رد شوي‌ دي.
کومو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي؟

د روان کال په پیل کې د کورنیو چارو وزارت یو ویاند، اس بي اس پښتو ته ویلي وه چې په ځانګړو شویو ویزو کې "لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کیږي چې له خپل هیواد څخه بهر دي" او له لاندې ډلو څخه وي:

  • ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه، +LGBTQI او نورې پیژندل شوې اقلیتي ډلې.
  • د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا مېشتېدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
څومره وخت کې غوښتلیکونه ارزول کېږي؟

د غوښتنلیکونو ارزونه د هر شخص ځانګړو شرایطو، موقعیت، د سفر امکاناتو، د اسنادو له سپارلو او د آسټرالیا د حکومت مامورینو ته لاسرسی سره تړلې خبره ده. په دې معنی چې د ځینو کسانو د غوښتنلیکونو ارزونه ممکن لږ او د ځینو نورو ډېر وخت ونیسي، خو د دقیق وخت په اړه یې تر اوسه معلومات ندي شریک شوي.

په بشردوستانه پروګرام کې د ویزې ټول غوښتنلیک سپارونکي کسان باید د ویزې معیارونه پوره کړي او د شخصیت، امنیت او روغتیا لپاره د عامه ګټو معیارونه پوره کړي کوم چې د ویزې له صادرولو مخکې ترسره کېږي.

د لا ډېرو او دقیقو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له ویب‌ پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service