په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه پای ته ورسېده

د پښتنو قومي جرګه له اوږدو بحثونو او خبرو اترو وروسته د یو پرېکړه لیک په اعلانولو سره پای ته ورسېده.

Pashun Jirga.png

Credit: Facebook / Manzoor Pashteen

د دغې جرګې پرېکړه لیک تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین لخوا د جرګې کډونوالو ته ولوستل شو. د جرګې په پرېکړه لیک کې د پاکستان له پوځ او طالبانو څخه غوښتنه شوې چې په دوو میاشتو کې د دوي له سیمو څخه ووځي.

د دې ترڅنګ په جرګې کې پر ډیورنډ کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته د ازاد تګ راتګ غوښتنه شوې ده. ښاغلي پښتین ویلي که چېرې دغه غوښتنه یې و نه منل شي نو پر ډیورنډ کرښه به د ګمرک او پیسو راټولو دفترونو مخې ته پرلت وکړي.
د پښتنو په قامي جرګې کې د برښنا د بیو، د قومي او مذهبي اختلافاتو د حل، د بې ځایه شویو او زندانیانو د را خوشې کېدو په اړه هم پرېکړې شوي دي.

ښاغلي پښتین زیاته کړې چې د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره به شاوخوا ۲۴۰ زره پښتانه ځوانان کار وکړي.

د پاکستان حکومت تر دې دمه د جرګې پرېکړو ته کوم غبرګون ندی ښوولی.
د آسټرالیا په اډېلېډ ښار کې یو شمېر افغانان د پښتنو له قومي جرګې (پښتون قامي عدالت) څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د دغې جرګې د بریا لپاره یې دعاوې کړې دي.

په اډېلېډ کې د افغانانو د ټولنې غړي، کریم الله همدرد اس بي اس پښتو ته ویلي چې په دغه غونډه کې د اډېلېد ښار مخورو مشرانو او یو شمېر ځوانانو کډون کړی و.

ښاغلي همدرد ویلي چې د پښتونخوا ولس له تېرو ۷ لسیزو راهیسې ډېرې قربانۍ ورکړي او د" پوښتنې یې څوک نشته".

هغه زیاته کړې: "د باچا خان له عدم تشدد څخه رانیولې تر اوسه پورې دې ولس خپل حق ندی ترلاسه کړی او قرباني ورکوي."
پښتون ژغورنې غورځنګ څېړنیز راپور ښيي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۷۶۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي او په همدې مودې کې ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره کسان بې کور شوي او شاوخوا ۶۷۰۰ پښتانه لادرکه دي.

د دغه غورځنګ لخوا راټول شوي معلومات ښيي چې ترټولو زیات کسان په خیبر کې وژل شوي، په کوم ځای کې چې اوسمهال د پښتنو قومي جرګه روانه ده.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه پای ته ورسېده | SBS Pashto