یوه هوايي شرکت ۶ کلن ماشوم غلط ښار ته انتقال کړی دی

یوه ۶ کلن ماشومان غوښتل له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، مګر هوايي شركت غلط ښار ته انتقال کړی. د سپېرېټ هوايي‌ شرکت د ماشوم له کورنۍ بښنه غوښتې او د پلټنو اعلان یې کړی.

A bright yellow Spirit Airlines plane is loaded on the tarmac.

The six-year-old boy ended up in Orlando, Florida, over 250 km from his intended destination of Fort Myers. Source: Getty / Houston Chronicle

د ډسمبر د میاشتې په ۲۱مه نېټه یوه ۶ کلن ماشومان غوښتل ترڅو له فلاډلفیا څخه فلوریډا ښار ته سفر وکړي، مګر هوايی شرکت په غلطه الوتکه کې کښینولی او اورلانډو ښار ته یې انتقال کړی.

راپورونه ښيي چې دغه ماشوم د لومړي ځل لپاره یواځې سفر کاوه، مګر هوايي شرکت غلط ښار ته انتقال کړی دی.

د سپېرېټ هوايي‌ شرکت د دغې غلطۍ لپاره بښنه غوښتې او ویلي چې په دې اړه به څېړنه وکړي.
دغه ماشوم غلط ښار ته تر رسېدلو وروسته خپلې انا ته زنګ وهلی چې په اورلانډو کې دی، مګر انا یې د فلوریډا په هوايي ډګر کې انتظار وه.

د سپېرېټ ایرلاین لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې په دې اړه ندي ویل شوي چې ماشوم څرنګه توانېدلی په غلطې الوتکه کې کښیني.

د دغه هوايي شرکت په اعلامیې کې راغلي:

"ماشوم ټول وخت د سپېرېټ هوايي شرکت د ټیم د غړي تر څار لاندې وه او کله چې موږ خپلې تېروتنې ته متوجه شوو، د ماشوم له کورنۍ سره مو سمدستي اړیکه نیولې ترڅو له کورنۍ سره یوځای شي."

"موږ د خپلو ټولو میلمنو د لیږد خوندیتوب او مسؤلیت جدي نیسو او داخلي پلټنې ترسره کوو."

"موږ د دې تجربې لپاره له کورنۍ بخښنه غواړو."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Christy Somos
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
یوه هوايي شرکت ۶ کلن ماشوم غلط ښار ته انتقال کړی دی | SBS Pashto