د ميشتيدنې لارښود : د ميډي کيار له لارې د عصبي ناروغي خدمتو ته د لاسرسي درې لارې

د حکومت دې پروګرام لاندې تاسې د ځينو خپګان او عصبي ناروغيو درملنې باندې لږول شوي پيسې بيرته تر لاسه کولی شئ. ياد خدمتونه هغه دي کوم چې ستاسو ډاکټر ، ارواح پوه، عقلي او عصبي ډاکټر، درملګر، او هم ټولنيز کارکوونکي چې پدې برخه کې پوهه ولري لخوا تاسو ته درکول کيږي.

Male doctor writing in patient chart mid section

Male doctor writing in patient chart, mid section Source: AAP

۱: مراجعه کول

خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو حالت وارزوي. ستاسو ډاکټر تاسو ته د درملنې يو پلان جوړوي. ستاسو درملنې پلان له مخه تاسې ۱۰ ځله د عقلي او عصبي داکټر خدمتو ته په وړيا ډول لاسرسی پيدا کولی شئ.

 
Male doctor writing in patient chart mid section
Male doctor writing in patient chart, mid section Source: AAP


۲: ورپيژندل

تاسې کيدای شي چې د ميډي کيار د عصبي روغتيا خدمتو ته ور وپيژندل شئ، يادو خدمتو کې عقلي او عصبي ډاکټر ته ورتګ هم شامله ده چې ستاسو د ډاکټر د درملنې پروګرام يو برخه ده چې له مخه يې تاسې يادو برخې ته ورپيژندل کيږئ.

 

Mental health at work by AAP
Mental health at work by AAP Source: AAP

۳:خپله درملنه تعقيبول

ستاسو د روغتيا برخې اړتيا ته په ليدو سره لومړی تاسو ته ۶ ځله عقلي او عصبي متخصص ډاکټر ته د ورتګ پلان در کول کيږي او که چيرې تاسې غواړئ چې ۴ ځله نور هم ياد ډاکټر وګورئ نو خپل GP  يا ډاکټر وګورئ چې تاسو ته د ۴ ځله نور ډاکټر ليدو لپاره خط درکړي.
Psychologist illustration photo
Source: Public Domain

څوک ياد خدمتونه ترلاسه کولی شي؟

ټول هغه کسان چې ميډي کيار کارډ لري او خپل ډاکټر لخوا د عصبي ناروغۍ په اړه معاينه شوي وي.

ياد پروګرام هغه کسانو ته خدمتونه نه ورکوي کوم چې ليونتوب حد ته يې بيماري ډيره شوی وي او يا هم ډيره ژوره عقلي او عصبي بيماري ولري.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Abdullah Alikhil, Ildiko Dauda

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service