طالبانو خپله کابینه اعلان کړه، مګر د یو شمېر اعلان شویو کسانو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي

طالبانو ویلي وه چې یو ټولشموله حکومت به جوړي، مګر په خپاره شوي لیست کې د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو نومونه لیدل کېږي.

Taliban spokesman Zabihullah Mujahid addresses a press conference in Kabul on 7 September, 2021.

Taliban spokesman Zabihullah Mujahid addresses a press conference in Kabul on 7 September, 2021. Source: AFP

شاوخوا ۳ اوونۍ وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان پلازمینه کابل ونیوه، تېره ورځ یې خپل لنډمهاله حکومت اعلان کړ. د حکومت د مشرانو په لیست کې د داسې کسانو نومونه لیدل کېږي چې د ملګرو ملتونو په لیست کې شامل دي.

ملا محمد حسن اخوند د طالبانو د لنډمهال حکومت د لومړي وزیر (رئیس‌الوزرا) په توګه اعلان شوی. نوموړي د طالبانو د پخواني رژیم پرمهال په مختلفو پوستونو کې کار کړی.

د یو شمېر رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه ښيي چې د نوموړي نوم هم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وه چې یو ټولشموله حکومت جوړوي، مګر په کابینې کې ډیر داسې کسان لیدل کېږي چې د طالبانو او حقاني شبکې غړیتوب لري. په نوې کابینې کې د هېڅ ښځې نوم نشته او د ځینو قومونو غړي هم په کې شامل ندي.
Taliban Cabinet
د طالبانو د لنډمهاله حکومت د کابینې لېست Source: Facebook/Spogmai Radio
د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی، ملا یعقوب د طالبانو په کابینې کې د دفاع وزارت د سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه معرفي شوی دی.

د طالبانو د قطر د دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال په توګه معرفي شوی دی.
په وروستیو څو اوونیو کې د طالبانو د واکمنۍ پر خلاف د افغانستان په بېلا بېلو سیمو او ولایتونو کې لاریونونه ترسره شي. تېره ورځ په هرات ولایت کې سلګونه کسانو په لاریون لاس پورې کړی وه او د لاریون پرمهال یې د افغانستان درې رنګه ملي‌ بیرغ له ځان سره درلوده.

راپورونه ښيي چې په یادو لارینونو کې دوه تنه وژل شوي چې مړي تېره ورځ د هرات مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

له کابل څخه راپورونه ښيي چې طالبانو تېره ورځ د لاریونونو پرمهال ۱۴ داخلي او بهرني خبریالان بندي کړي وه چې له لاریون وروسته بېرته خوشې شوي دي.

تېره ورځ‌ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لاریون کوونکو ته خبردارۍ ورکړ چې ترڅو چې ټول دفترونه په فعالیت پیل ونکړي خلک باید په لاریون لاس پورې نکړي.

"تر هغه چې ټول دولتي دفترونه خلاص نه وي، او د لاریونونو قوانین تشریح شوي نه وي، هیڅوک باید لاریون ونکړي."


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service