اسټراليا کې د موډيرنا واکسين کارونې اجازه ورکړل شوه

اسټراليا د کوويډ-۱۹ ضد څلورم واکسين کارونې ته اجازه ورکړه.

Moderna vaccine

Health Minister Greg Hunt expects Moderna coronavirus jab will be available to young Australians soon. Source: AAP

د اسټراليا د طبي خواړو ادارې نن په اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ واکسين کارونې اجازه ورکړه او لدې سره اسټراليا کې دا څلورم واکسين دی چې پر اسټراليايانو د کارونې اجازه ترلاسه کوي.

د اسټراليا لومړي وزير دا اعلان د دوشنبې مازيګر خبرې غونډې له لارې وکړ.

د موډيرنا واکسين يو ميليون قطرې راتلونکې مياشت اسټراليا ته رسيږي او بله خوا بيا د روان کال وروستيو پورې به ۱۰ ميليونه ډوزه د موډيرنا واکسين ترلاسه شي.

دا مهال اسټراليا کې د فايزر، اسټرا زينيکا، جوهنسن اينډ جوهنسن او موډيرنا واکسينو کارونې اجازه ورکړل شوې.

موډيرنا واکسين پر شاوخوا ۱۰۰ ميليونو امريکايانو کارول شوی او د اسټراليايي چارواکو په خبر د واکسين پايلې ډيرې ښې دي.

موډيرنا واکسين پر کوويډ-۱۹ اخته کيدو او بيا د ناروغۍ نښو څخه بچ کولو برخه کې ۹۳ سلنه اغيزمن ثابت شوی.

د کوويډ-۱۹ پر سخت ډول اخته کيدو مخنيوي کې ۹۸ سکنه ګټور دی او بيا له کرونا ويروس څخه مړينې څخه ۱۰۰ سلنه مخنيوی کوي.

بله خو ځينو نورو واکسينو اخيستلو ۶ مياشتې شاوخوا وروسته بايد دريم ډوز هم واخسيتل شي ولې موډيرنا بيا له ۶ مياشتو وروسته هم ډير لوړ کيفيت سره اغيزمن اوسي.

نور معلومات وروسته.


شریکول

خپور شوی په

وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service