څومره عاید باید ولرئ چې احساس وکړئ شتمن یاست؟

د فاینډر په نوم یوې ویب پاڼې په آسټرالیا کې له خلکو پوښتنه کړې چې څومره عاید باید ولري چې احساس وکړئ شتمن دي.

Australian Dollars.

Fair work commission announces rise in the minimum wages. Credit: RBA

د آسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي چې په آسټرالیا کې په اوسط ډول خلک په کال کې ۶۷ زره او ۶۰۰ (67,600) ډالره عاید لري. په ۲۰۲۳ کال کې نیم نفوس تر دغې اندازې کم او نیم نفوس تر منځنۍ کچې زیاتې پیسې ګټلي دي.

د فاینډر (Finder) په نوم یوې مالي ویب پاڼې یوه سروې ترسره کړې او له خلکو یې پوښتنه کړې چې څومره عاید باید ولري ترڅو احساس وکړي چې بډایه دي.

د سروې پرمهال له ۱۰۳۲ بالغه کسانو څخه دغه پوښتنه شوې او موندل شوي چې په آسټرالیا کې یو شخص باید ۳۴۶ زره (346,000) ډالره عاید ولري ترڅو احساس وکړي چې شتمن دی.
دغه سروې په داسې حال کې ترسره کېږی چې په آسټرالیا کې یو زیات شمېر کسان له مالي ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکو بیې هم په تېرو څو کلونو کې لوړې شوې دي.

د فاینډر په سروې کې دا هم موندل شوي چې د دغې پوښتنې ځواب چې څومره پیسې باید یو کس وګتي ترڅو احساس وکړي چې شتمن دی؟ دې خبرې پورې اړه لري چې شخص څومره عمر لري.

د بېلګې په توګه کوم کسان چې د ۱۹۸۱ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ پیدا شوي، هغوي باور لري چې یو شخص باید په کال کې ۴۱۸ زره ډالر وګټي ترڅو احساس وکړي چې بډایه ده.

مګر کوم کسان چې د ۱۹۶۶ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ پیدا شوي هغوي بیا پدې باور دي چې بډایه شخص باید په یوه کال کې ۳۹۲ زره ډالره وګټي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
څومره عاید باید ولرئ چې احساس وکړئ شتمن یاست؟ | SBS Pashto