انګلستان به راتلونکو مياشتو کې زرګونه افغان ژباړونکي له افغانستان څخه وباسي

پداسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو لړۍ روانه ده، انګلستان هيواد اعلان وکړ چې زرګونه افغانان چې ډيرې يې ژباړونکي يا ترجمانان دي له افغانستان څخه وباسي.

The last of Australia's troops have been flown out of Afghanistan.

The last of Australia's troops have been flown out of Afghanistan. Source: Australian Department of Defence

انګلستان اعلان وکړ چې زرګونه افغانان چې ډيري يې ژباړونکي دي او پخوا يې له انګلستان پوځيانو سره کار کړی له افغانستان څخه وباسي. 

د يادو افغانانو شمير ۳۰۰۰ تنو ته رسيږي چې د کار کوونکو ترڅنګ د هغوے کورنۍ غړي هم بهر ته ويستل کيږي.

انګلستان لدې وړاندې ۱۳۰۰ ژباړونکي سره د کورنيو انګلستان کې ميشت کړي.
An Afghan interpreter working with Australian Defence Force personnel in 2009 in Sorkh Lez, Afghanistan
An Afghan interpreter working with Australian Defence Force personnel in 2009 in Sorkh Lez, Afghanistan Source: AAP
د انګلستان دفاع وزير اعلان وکړ چې دا يو سم کار دی ترڅو دا افغانان له افغانستان څخه وويستل شي او که داسې ونشي نو هغوی له خطر سره مخ کيدلی شي.

د انګلستان دولت د خپلو ژباړونکو او کار کوونکو له افغانستان څخه بهر ويستل يو اخلاقي دنده بولي او دا هم وايي چې ژباړونکو د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې قرباني ورکړې او د هغوی هلې ځلې بايد وستايل شي.

افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو لړۍ روانه ده او د امريکا ولسمشر جو بايډن ژمنې سره سم به ټول امريکايي پوځيان تر سپټمبر مياشت ۱۱ نيټې پورې له افغانستان څخه ويستل کيږي.

پر اسټراليا حکومت فشارونه ډير شوي

بيا په ورته وخت کې پر اسټراليايي حکومت فشارونه ډير شوي او له حکومت څخه غوښتل کيږي ترڅو دې د پاتې افغان ژباړونکو ويزو طی مراحل چټک کړي.

افغانانو چې له اسټراليايي پوځيانو سره کار کړی د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی ژوند له خطر سره مخ کيدای شي.

اسټراليا کې تقاعد شوي پوځيان وايي، د اسټراليا حکومت بايد خپل د پوځ پخواني ژباړونکي ژر خوندي ځاے کې ميشت کړي ځکه که دوی افغانستان کې پريښودل شي، نو له ستر خطر سره مخ کيدلی شي.

د اسټراليا کورنيو چارو وزارت وايي، د ژباړونکو ويزو طی مراحل چټکۍ سره ترسره کيږي او حکومت لپاره لومړيتوب لري.

 

 

 

 


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
انګلستان به راتلونکو مياشتو کې زرګونه افغان ژباړونکي له افغانستان څخه وباسي | SBS Pashto