د آسټرالیا حکومت هغو ښوونکو او نرسانو ته په 'دریو ورځو کې ویزې' ورکوي چې غواړي دغه هېواد ته راشي

وروسته له هغه چې د آسټرالیا حکومت د مهارت لرونکو کسانو د ویزو په برخه کې نوي بدلونونه راوستل، اوس د ښوونکو او روغتیايي برخې د کارمندانو د ویزو غوښتنلیکونه په څو ورځو کې ارزول کېږي.

Visa applications for nurses.jpg

د آسټرالیا حکومت هغو ښوونکو او نرسانو ته په 'دریو ورځو کې ویزې' ورکوي چې غواړي دغه هېواد ته راشي

د آسټرالیا حکومت هرکال له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو مهارت لرونکو کسانو ته د دغه هېواد ویزې ورکوي ترڅو وکولای شي آسټرالیا ته د کار او ژوند په موخه راشي.

د حکومت لخوا د ویزو په برخه کې له ورستیو بدلونونو وروسته اوس یواځې په دریو ورځو کې ښوونکو او د روغتیايي برخې کارکوونکو ته د آسټرالیا ویزې ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت د نویو لارښونو پر اساس اوس د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ویزو ارزونې ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي "دا غوښتنلیکونه اوس په دریو ورځو کې ارزول کیږي."

د نویو بدلونونو پر اساس اوس د ګلوبل ټیلنټ (Global Talent) او د پانګونې په برخه کې د نوښت لرونکو کسانو د ویزو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب نه ورکول کېږي.

اوس د آسټرالیا حکومت د ښوونځیو د ښوونکو، د روغتیا برخې د کارکوونکو، د وړکتونونو د مدیرانو، ساینس پوهانو او روانپوهانو د ویزو غوښتنلیکونو په چټکۍ سره ارزوي.
Visa applications.jpg
د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت، د لنډمهاله ویزو لپاره د مهارت لرونکو کارګرانو ۴۳ زره او د اوږمهاله ویزو لپاره شاخوا ۴۷ زره غوښتنلیکونه ارزولي دي.
د مهارت لرونکو ویزو غوښتنلیکونو لپاره د لومړیتوب نوی ترتیب داسې دی:

۱. د روغتیا او تدریس مسلک لپاره غوښتنلیکونه.

۲. هغه کارګران چې د کار ګمارونکو لخوا سپانسر شوي وي.

۳. هغه کسان چې اطرافي سیمو لپاره ځانګړو شویو ویزو ته یې غوښتنلکونه سپارلی وي.

۴. د دایمي او موقتي ویزو فرعي ټولګیو لپاره د ویزې غوښتنلیکونه چې د مهاجرت په پروګرام کې حسابیږي.

۵. د نورو ټولو ویزو لپاره غوښتنلیکونه.
نوي بدلونونه به په لاندې ویزو اغېزه ولري:

سبکلاس ۱۲۴ (ځانګړی استعداد)

سبکلاس ۱۸۶ (د کار ګمارونکي نومونې سکیم)

سبکلاس ۱۸۷ (د سیمه ایز تمویل شوي مهاجرت سکیم)

سبکلاس ۱۸۸ (د سوداګرۍ نوښت او پانګه اچونه - لنډمهاله ویزه)

سبکلاس ۱۸۹(مهارت - خپلواک)

سبکلاس ۱۹۰ (مهارت - نومول شوی)

سبکلاس ۱۹۱(دایمي استوګنځی (مهارت سیمه ایز))

سبکلاس ۴۵۷ (لنډمهاله کار (مهارت))

سبکلاس ۴۸۲ (د مهارتونو لنډمهاله کمښت)

سبکلاس ۴۸۹ (مهارت - سیمه ایز - لنډمهاله)

سبکلاس ۴۹۱( لنډمهاله)

سبکلاس ۴۹۴(د کار ګمارونکي لخوا سپانسر شوې ویزه - لنډمهاله)

سبکلاس ۸۵۸ (نړیوال استعداد)

سبکلاس ۸۸۷(مهارت - سیمه ایز)

سبکلاس ۸۸۸ (د سوداګرۍ نوښت او پانګه اچونه (دایمي).
closeup of australian visa in passport
د آسټرالیا حکومت هرکال له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو مهارت لرونکو کسانو ته د دغه هېواد ویزې ورکوي ترڅو وکولای شي آسټرالیا ته د کار په موخه راشي. Credit: 72704086
د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت، د لنډمهاله ویزو لپاره د مهارت لرونکو کارګرانو ۴۳ زره او د اوږمهاله ویزو لپاره شاخوا ۴۷ زره غوښتنلیکونه ارزولي دي.

په نومبر میاشتې کې د آسټرالیا د مهاجرت وزیر، انډریو ګیلز د آسټرالیا د اقتصادي پرمختګ کمېټې ته د خبرو پرمهال ویلي وه چې پخوا د شاوخوا ۱ میلیون غوښتنلیکونو کار ځنډېدلی وه، مګر اوس هغه شمېرې ۷۵۵ زره ته راټیټې شوي دي.

د اس بي اس شبکې معلومات ښيي چې اوسمهال شاخوا ۴۴۲ اضافي کسان د ویزو د ارزولو په برخه کې کار کوي ترڅو د غوښتنلیکونو ارزونه وکړي.

د ویزو د بېلابېلو ډولونو په اړه مهم معلومات د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه پیدا کولای شئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service