اسټراليا کې د افغان فلمونو فيستيوال جوړيږي

5th Ghan International Film Festival

5th Ghan International Film Festival Source: Supplied

د غان (افغان) پينځم فلم فيستيوال د اسټراليا جنوبي ايالت اډيليډ ښار کې پر مخ اچول کيږي.


د افغان فلمونو فيستيوال له تيرو ۵ کلونو راهيسې د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې پر مخ اچول کيږي.

دا په اسټراليا کې د افغان فيلمونو يواځينی فيستيوال دی چې په لويه کچه پر مخ اچول کيږي او ډير شمير افغانان او نور اسټراليايان د يادو فيلمونو ننداره کوي.

روان کال د کرونا ويروس پر داسې ورته لويو غونډو ناوړه اغيز شيندلې ولې اډيليډ ښار کې دا فلمونه داسې حالت کې نندارې ته وراندې کيږي چې تاسې خپلو موټرو کې ناست کولی شئ فيلمونه ننداره کړئ.

د اسټرليا بيلابيلو ښارونو کې داسې سينماوې شته چيرې چې تاسې خپلو موټرو کې کينئ د فلم ننداره کوئ او د فلم غږ خپل موټر راډيو له لارې اوريدلی شئ. 

فهيم هاشمي د اسټراليا اډيليډ ښار کې ميشت خبريال او د غان فيلم فيستوال مشري په غاړه لري.

اس بي اس پښتو سره مرکې دوران کې ښاغلي وويل، د غان نړيوال فلم فيستيوال لپاره يې غوره افغاني فلمونه ټاکلي او ډيري له همدو فيلمونو څخه نړيوالې جايزې هم ترلاسه کړي.

د غان فلم فيستيوال د روانې مياشتې (اوکتوبر)  په ۲۳ او ۲۶ نيټه اډيليډ ښار کې افغان فيلمونه نندارې ته وړاندې کوي.

ښاغلی هاشمي وايي، له ياد فيستيوال څخه ترلاسه شوې پيسې ټولې افغانستان کې پر بې وزله ماشومانو لګول کيږي.

د ښاغلي فهيم هاشمي بشپړه مرکه واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې د افغان فلمونو فيستيوال جوړيږي | SBS Pashto