اسټراليا کې تکړه سوداګر، د افغانانو ټولنې مشر او د اسټراليا لخوا سعودي عرب ته استول شوی استازی، او‌ښبه افغان صالح محمد وپيژنئ

Camel team, Wilcannia, New South Wales, Australia, 1886. Wilcannia is a small town located within the Central Darling Shire in New South Wales. Wood engraving f

Camel team, Wilcannia, New South Wales, Australia, 1886. Wilcannia is a small town located within the Central Darling Shire in New South Wales. Wood engraving f Source: Getty Images

افغان اوښبه صالح محمد د اسټراليا حکومت لخوا سعودي عربستان ته استول شوی وه ترڅو د دواړو هيوادونو اړيکې ښې کړي.


 
د صالح محمد پلار، ګل محمد په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان له پلازمېنې کابل څخه آسټرالیا ته راغلی وه.
د صالح محمد پلار ګل محمد له یوې فرانسوۍ ښځې سره واده کړی و. اسناد ښيي چې اوښبه افغان صالح محمد بیا په ۱۹۴۷ کال کې له یوې اسټرالیایۍ ښځې سره واده کړی وه ولې خپل ټول کې مسلمان وه.

صالح محمد د ۱۹۱۱م  کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۶ نېټه، د سویلي اسټرالیا په کولګارډي سیمه کې زېږېدلی و.  سره لدې چې نوړی په اسټرالیا کې زېږېدلی خو تاریخ پوهان نوموړی د اوښبه افغانانو په لېست کې شماري ځکه د هغه پلار یو اوښبه افغان و او همدا راز نوموړي هم په هغو برخو کې کار کړی چې د اوښبه افغانانو په میراثونو کې شمېرل شوي.

نوموړی يو له تکړه سوداګرو څخه وه او د ريل ګاډو تم ځای سمبالولو ترڅنګ يې له خپلو دریو زامنو سره د محمد ټرکنګ کمپني په نوم یو شرکت هم جوړ کړی وه.

صالح محمد چې هغه مهال يې افغانانو په مينځ کې ښه نوم خپل کړی وه نوموړی په الیس سپرینګ ښار کې د افغانانو د ټولنې مشري هم پر غاړه اخیستي وه.

په ۱۹۷۵ م کال کې له صالح محمد څخه غوښتنه شوې ترڅو سعودي عربستان ته سفر وکړي او د اسټرالیا او سعودي عربستان د اړیکو د ښه والي لپاره د سعودي پاچا ملک فیصل ته د اوښانو تحفه وړاندې کړي ولې مخکې لدې چې صالح محمد سعودي عربستان ته ورسېږي ملک فیصل ترور شوی و او پر ځای یې خالد بن عبدالعزیز واک ته رسیدلی و.


د صالح محمد د ژوند په اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service