د افغانستان کريکټ بورډ وايي، له بنګله دېش سره لوبلړۍ د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي ته د چمتووالي لپاره مهمه ده

Bangladesh v Afghanistan - ICC Men's Cricket World Cup India 2023

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي ته د چمتووالي لپاره بنګله دېش سره پلان شوې لوبلړۍ مهمه بولي. Credit: Darrian Traynor-ICC/ICC via Getty Images

ټاکل شوې د روانې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۱مې نیټې به دوام ولري.


د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د دې لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې په کې هغه لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکړ شوی، چې تر دې وړاندې د ځوانانو اسیا جام کې ښه وځلېدل.

د افغاستان په لوبډله کې د لوبډلمشر حشمت الله شاهدي ترڅنګ، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، اکرام علي خېل، نور احمد، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي،عظمت الله عمرزي، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي ، نوید ځدارن او فرید احمد نومونه شامل دي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه ۱۶ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۰ يې بنګله دېش او شپږ افغانستان ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ بیا د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي ته د چمتووالي لپاره بنګله دېش سره پلان شوې لوبلړۍ مهمه بولي.

د کرېکټ ویاند سیدنسیم سادات اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل، افغان لوبډله دغه سیالیو ته بشپړه چمتو ده او تمه ده چې له بنګله دېش څخه دغه لوبلړۍ وګټي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واوروئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د افغانستان کريکټ بورډ وايي، له بنګله دېش سره لوبلړۍ د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي ته د چمتووالي لپاره مهمه ده | SBS Pashto