اسټراليا کې لومړنی جومات افغانانو جوړ کړی

Maree Mosque_State Library of South Australia Public Domain

Maree Mosque_State Library of South Australia Public Domain Source: Maree Mosque_State Library of South Australia Public Domain

اسټراليا کې د افغانانو تاريخ پيړيو پخوا وختو ته رسيږي او د رپوټونو له مخه دوی لومړني مسلمانان ول چې اسټراليا کې يې د اسلام بڼسټ کيښود. افغانان په خپل کلتور او دين مين خلک ول او په هر حالت او وخت کې يې خپل عبادت کاوه او هم خپل کلتور سره يې ځان نږدې ساته. کله چې افغانان اسټراليا ته د لومړي ځل لپاره راغلل هغه وخت کې اوروپايانو ډير ظلمونه کول او د اوروپايانو کلتور او دود پرته د هرڅه خلاف ول او څوک يې نه پريښودل چې بل دين يا کلتور پلي کړي، ولې افغانانو وشو کولی چې خپل دين او کلتور ژوندی وساتي او خپل عبادت لپاره جوماتو هم جوړ کړي. افغانانو په ۱۸۸۸ میلادي کال کې لومړنی جومات اډیلاید ښار کې جوړ کړ او په استرالیا کې ډیری میشت مسلمانان هم په دې باور دي چې په دغه هیواد کې د اسلام بڼسټ افغانانو لخوا ايښودل شوی. په استرالیا کې د جوماتونو ترڅنګ مسلمانان یو شمیر ښوونځي او کالجونه هم لري چې داسلامي ښوونځيو په نامه یادیږي او په زرهاوو زده کونکي پکې په زده کړو بوخت دي. يادې مضوع په اړه په زړه پوري معلومات زمونږ همکار مجيب منيب راټول کړي چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې لومړنی جومات افغانانو جوړ کړی | SBS Pashto