آيا نړيواله ټولنه طالبان بريالي کول غواړي؟

The last of Australia's troops have been flown out of Afghanistan.

The last of Australia's troops have been flown out of Afghanistan. Source: Australian Department of Defence

افغانستان پر وړاندې د امريکا د ولسمشر سوړ دريځ او د طالبانو پرمختګ وروسته د نړۍ هيوادونو خاموشي دې ټولو ځيني سوالونه پيدا کړي.


افغانستان کې روان سياسي او امنيتي حالت کړکيچن دی او د ځينو شنونکو په وينا د افغانستان راتلونکي په اړه هيڅوک ښکاره دريځ نشي غوره کولی.

افغانستان کې د جګړې شدت او د طالبانو پرمختګ ځيني سوالونه پيدا کړي، ځکه د ځينو شنونکو په وينا د طالبانو پرمختګ پر وړاندې د نړيوالو خاموشي حيرانوونکی ده.

سياسي چارو شنونکی او د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی معين مرستيال له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل، افغانستان کې د سولې خبرې اوس په جګړې خبرو بدلې شوي، چې دا خپل د شا تګ نښه ده.

ښاغلی وايي، د امريکايي ځواکونو ويستلو نيټه يوه مياشت مخې ته کول اصل کې د افغانستان پر حالاتو اړه نه لري بلکې دا د امريکا داخلي سياست ته په کتو يوه پريکړه وه چې د امريکا ولسمشر جو بايډن څو ورځې مخکې اعلان کړه.
Moeen Marastial
سياسي چارو شنونکی معين مرستيال Source: Supplied
د افغانستان حکومتي پلاوي امريکا ته سفر او بيا وروسته جو بايډن لخوا افغانستان په اړه وينا کې يو څه چې ډير ښکاره و هغه د مسوليت سپارل افغانانو ته او د افغانانو نه يووالي څخه د امريکايي چارواکو سر ټکول ول.

بله خوا امريکا تل د افغانستان نظام څخه ملاتړ څرګند کړی او حکومت څخه يې ښکاره د ملاتړ دريځ ندی څرګند کړی چې دې کار هم د افغانستان حکومت له ستونزو سره مخ کړی.

ښاغلی معين مرستيال وايي، که طالبانو له امريکا سره پټ جوړجاړی نه وي کړای نو هغوی نشي کولی افغانستان باندې واک ترلاسه کړي.

تاسو ته مو د افغانستان روان حالت ژور څيړلی، دا او نور مهم معلومات پدې مرکه کې اوريدلی شئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آيا نړيواله ټولنه طالبان بريالي کول غواړي؟ | SBS Pashto