د آسټرالیا حکومت هر کال یو زیات شمېر هغو کسانو ته د مهاجرت ویزې ورکوي چې په خپل هېواد کې له ځورونې سره مخ دي.
د آسټرالیا د مهاجرت او کډوالۍ پروګرام بېلابېلې ویزې لري چې د 'کلاس اکس اې' او 'کلاس اکس بي' په ډلو وېشل شوي.
د آسټرالیا د اکس بي کلاس (Class XB) د مهاجرت او بشردوستانه ویزو ته هغه کسان غوښتنلیک سپارلی شي چې له آسټرالیا څخه بهر ژوند کوي او غواړي آسټرالیا ته راشي، مګر که چېرې تاسو آسترالیا ته راغلي یاست او دلته د محافظت یا پناه غوښتنه لرئ نو تاسو باید د کلاس اکس اې (Class XA) ویزو ته خپل غوښتنلیک وسپارئ.
د اس بي اس پښتو خبریال مجیب منیب، په سېډني کې له مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور سره د بشروستانه ویزو په اړه مرکه ترسره کړې. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.