آيا په اسټراليا کې د ماشومانو له حقونو خبر ياست؟

Child with soccer ball

Source: Getty Images/Franckreporter

اسټراليا کې والدين بايد د ماشومانو په حقونو پوه او هغوی ته بايد حق ورکړي، که داسې ونشي دواړه کورنۍ او ماشومان له ډيرو ستونزو سره مخ کيږي.


د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون د بشري حقونو یو نړیوال تړون دی - چې د بشري حقونو تړون په نوم هم یادیږي او پکې د ماشومانو حقونه خوندي ساتل کيږي.

د آسټرالیا په ګډون د نړۍ نږدې هر هیواد کنوانسیون ته ژمن دی او دا د بشري حقونو ترټولو پراخه ملاتړ شوی تړون دی.

ځینې حقونه چې د ماشوم د حقونو په کنوانسیون کې شامل دي د خوندي پاتې کیدو حق، د لوبې کولو حق، د زده کړې حق او د سالم ودې حق پکې شامل دي.

په اسټراليا کې د ماشومانو حقونو غفلت بايد ټاکل شوې ادارې ته د ډاکټرانو ، نرسان ، ښوونکي ، پولیس او مذهبي سازمانو لخوا جبري راپور ورکړل شي.
Children enjoying the mass Iftar event in Sydney.
Children enjoy the mass Iftar event in Sydney. Source: Abdullah Alikhil
اسټراليا کې د ۶ او ۱۷ کلنو ماشومانو باندې ښوونځي ته تګ جبري ده او بله خوا ماشومان تر ۱۵ کلنۍ حق نه لري چې په کوم ځای کې په تنخوا کار وکړي.

اسټراليا کې يو ماشوم چې عمر يې ۱۰ کاله وي پوليس لخوا نيول کيدلی شي او جرم لپاره يې زنداني کيدلی هم شي.

بله خوا که له اسټراليا څخه بهر کورنۍ يو ماشوم له قانوني عمر څخه مخکې واده کړي هغوی تر ۲۰ کاله زنداني کيدلی شي.

دا او نور ډير څه په بشپړ رپوټ کې واورئ.

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آيا په اسټراليا کې د ماشومانو له حقونو خبر ياست؟ | SBS Pashto