اسټراليا کې کرونا ويروس جدي ونيسئ، ځوانان او زاړه ټول وژني

vaccination pfizer

Sydney'de eczaneler 18 yaş üstü nüfusa AstraZeneca aşısı yapabiliyor. Source: Daniel Pockett/Getty Images

د اسټراليا ځيني ايالتونه د کرونا ويروس لمن کې دي او بيا سيدني ښار له ستر خطر سره مخ دی او کيدای شي ياد ايالت له ستر روغتيايي بحران سره مخ شي.


له جون مياشت راهيسې د اسټرليا نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس ډيلټا Delta ډول په لمن کې دی او هره ورځ له سلو ډيرې پيښې ياد ايالت کې ريکارډ کيږي.

د کرونا ويروس ډيلټا ډول چې لومړي ځل لپاره هند کې موندل شوی دا مهال سيدني ښار کې ټولنې غړو ترمينځ خپريږي او اوسيدونکي يې له ستر روغتيايي ناورين سره مخ کړي.

د سيدني ښار روغتيا برخې مشرې د جمعې په ورځ په سيدني ښار کې روغتيايي حالت بحراني اعلان کړ او ياد ايالت کې روغتيايي حالت ته بيړنی نوم ورکړل شو.

سيدني ښار کې ميشت ډاکټر رحمن شينواري له اس بي اس پښتو سره مرکه کې ويلي، د کرونا ويروس Delta ډول ځوانان او زاړه دواړه وژني او هغوی ته جدي روغتيايي ستونزې پيښولی شي.

ښاغلي له ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول پښتنو غوښتي چې ويروس ټوکه مه ګڼئ او شته قوانين مراعت کړئ.
Dr Aslam Shinwari
Source: Supplied
بله خوا د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکي وايي، شته محدوديتونو ترڅنګ د ټولنې غړو واکسين کيدل کولی شي د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي کې مرسته وکړي.

ډاکټر اسلم شينواری وايي، واکسين کولو سره د خطر کچه له کولو ډيره ټيټه ده او ټول افغانان هڅوي ترڅو کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کړي مخکې لدې چې بيا وخت تير وي او دوی په کرونا ويروس اخته شي.

تاسو ته مو په اسټراليا کې او بيا په ځانګړي ډول سيدني ښار کې د کرونا ويروس حالت راخيستی او داچې افغانان او پښتانه ياد ويروس پر وړاندې څنګه عمل کوي، دا ټول پدې بشپړې مرکه کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې کرونا ويروس جدي ونيسئ، ځوانان او زاړه ټول وژني | SBS Pashto