د ځوانانو اسیا جام سیالۍ: ایا د افغان ابدالیانو لوبډله کولی شي پایلوبې ته لاره پیدا کړي؟

COPY.jpg

ایمرجینک یا د ځوانانو د کرېکټ اسیا جام سیالۍ تېره جمعه پیل شوي او د راونې اکتوبر تر ۲۷ مې داوم کوي. Credit: Facebook / Afghanistan Cricket Board

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته ویلي چې له افغان ابدالیانو یو ښه لوبډله جوړه شوې او په وینا يې، دې لوبډلې کې د ملي لوبډلې ترڅنګ هغه لوبغاړي شامل دي چې په دې وروستیو کې د قوش تېپې او شپږېږې لیګ سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.


د عمان په کوربتوب د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو اسیا جام کرېکټ شل اوریزې سیالۍ د روانې اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پیل شوي.

دغو سیالیو کې د افغان ابدالیانو لوبډلې په ګډون د هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلې سره لوبېږي.

د افغانستان لوبډله د یادو سیالیو په اې ګروپ کې ځای لري چې تر دې مهاله یې سریلانکا او بنګله دېش لوبدلو ته ماتې ورکړې او د خپل ګروپ کې په سر کې ځای لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ابدالیانو لوبډلې د پوره چمتووالی خبره کوي او پایلوبې ته د وتلو تمه ترې لري.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د ځوانانو اسیا جام سیالۍ: ایا د افغان ابدالیانو لوبډله کولی شي پایلوبې ته لاره پیدا کړي؟ | SBS Pashto