څه وخت باید تاسو د شخصي پور ترلاسه کولو په اړه فکر وکړئ؟

Financial advisor with couple explaining options

Financial advisor with couple explaining options. The agent is using a computer. Couple are casually dressed. They sitting in an office and are discussing something with the agent. Credit: courtneyk/Getty Images

د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي سره، یو زیات شمېر خلک شخصي پورونو ته مخه کوي. د شخصي پور له ترلاسه کولو وروسته تاسو ته پکار ده ترڅو پور له سود سره بېرته په ټاکلې مودې کې تادیه کړئ.


مهم ټکي:
  • د پور ترلاسه کولو پرمهال باید ۱۸ کاله عمر او د آسټرالیا تابعیت یا دایمي ویزه ولرئ.
  • په ځینو شرایطو کې د لنډمهاله ویزو لرونکو ته هم پور ورکول کېږي.
  • د شخصي پور دوه اصلي ډولونه شتون لري: خوندي او غیر خوندي.
ډیری آسټرالیایان د شخصي پورونو له لارې د پام وړ پور ترلاسه کوي. د شخصي پور لپاره د پور اخیستلو حد له ۲ زره ډالرو څخه تر ۱۰۰ زره ډالرو پورې دی، او دا پورونه معمولاً بېرته له ۲ څخه د ۷ کلونو په مودې کې تادیه کېدای شي.

هرڅوک د شخصي پور لپاره وړ ندي، نو پور ورکوونکي د دوی د شخصي شرایطو پراساس غوښتونکي ارزوي. سربیره پردې، هر پور ورکوونکی خپل شرایط لري.

انډریو دادسویل وايي، په عمومي ډول سره تاسو باید ۱۸ کاله عمر او د آسټرالیا تابعیت یا دایمي ویزه ولرئ.

هغه وايي‌، په ځینو شرایطو کې د لنډمهاله ویزو لرونکو ته هم پور ورکول کېږي.
Credit report form on a desk with other paperwork.
Credit report form on a desk with other paperwork. There are also a pen, glasses and a calculator on the desk Credit: courtneyk/Getty Images
د شخصي پور دوه اصلي ډولونه شتون لري: خوندي او غیر خوندي.

خوندي پورونه د لویو شتمنیو لکه موټر اخیستلو لپاره کارول کیږي.

که تاسو ډاډه یاست چې تاسو کولی شئ ټولې اړتیاوې پوره کړئ او بیرته تادیات اداره کړئ، تاسو معمولا کولی شئ خپل غوره پور ورکوونکي ته آنلاین درخواست وکړئ او اړین اسناد ضمیمه کړئ.

Moneysmart.gov.au د فدرالي حکومت ویب پاڼه ده چې د آسټرالیا خلکو سره مرسته کوي ترڅو باخبره مالي پریکړې ونیسي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
Caucasian woman examining sports car for sale in dealership
Credit: Jacobs Stock Photography Ltd/Getty Images
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service