آسټرالیا ته د سفر پرمهال کوم شیان نشئ کولای له ځان سره راوړئ؟

Seeds and Packets

Seeds and packets – credit: GettyImage / Hans L Bonnevier, Johner Source: Publisher Mix RF

د یوه مسافر په توګه دا ستاسو مسئولیت دی ترڅو پوه شئ چې آسټرالیا ته د کومو شیانو راوړل منع دي. که چېرې څوک داسې شیان آسترالیا ته راوړي چې منع دي نو کېدای شي جریمه شي او یا هم خپل ویزه له لاسه ورکړي.


د آسټرالیا د نړیوالو پولو له خلاصېدو سره مهمه ده ترڅو تاسو پوه شئ چې کوم شیان له ځان سره آسټرالیا ته راوړلی شئ او د کومو شیانو د راوړلو اجازه دغه هېواد ته نلرئ.

آسټرالیا ته د وارداتو په شرایطو کې ځینې وخت بدلون راځي، له همدې امله پکار ده ترڅو له سفر مخکې شرايط وګورئ او ځان خبر کړئ.

د آسټرالیا د بایوسیکیورټي (Biosecurity) قانون پر اساس د ځینو داسې شیانو ورادول منع دي چې ممکن بې ضرره ښکاره شي، مګر زمونږ په چاپیریال او كرهنه ناوړه اغېز ولري.
د آسټرالیا د کرنې، اوبو او چاپېریال وزارت د بایوسیکیورټي وارداتو شرایطو سیسټم (BICON) له لارې هېواد ته وارد شوي محصولات تنظیموي.

الن سیلف د برزبن په هوايي ډګر کې د عملیاتو مدیر دی. هغه وايي‌ کله چې خلک له بهر څخه آسټرالیا ته راځي نو باید د راتلونکي مسافر کارت (Incoming Passenger Card) ډک کړي او په هغه کې په نښه کړي چې کوم خواړه، د چارویو او نباتاتو مواد یا هم د لرګیو توکي له ځان سره آسټرالیا ته راوړي.

په هوايي ډګر کې د بایوسیکیورټي افسر ګوري چې آیا یاد شخص کولای شي راوړل شوي شیان له ځان سره بهر وباسي او که نه.

ښاغلی سیلف وايي، آسټرالیا ته د ډیریو شیانو د راوړلو اجازه شته، مګر هغه څه چې د زیان رسوونکو آفتونو او ناروغیو د پیژندلو خطر لري منع دي. هغه وايي‌ چې تازه میوې کولای شي ژوندي حشرات یا د نباتاتو ناروغۍ راوړي چې دلته نشته. د بیلګې په توګه نوموړی وايي چې څو کاله وړاندې د میوې په یوې ټوټې کې د پاپایا ډول د میوې مچ کوینزلند ته راغلی وه چې په یوه کال کې یې د کوینزلنډ صادراتو ته ۲۰ میلیونه ډالره زیان اړولی وه.
According to Smart Traveller website, Australia is now listed as 'high risk place and can't enter Hong Kong unless you're a fully vaccinated Hong Kong resident.
Source: AAP
که چېرې څوک داسې شیان آسترالیا ته راوړي چې منع دي نو کېدای شي جریمه شي او یا هم خپل ویزه له لاسه ورکړي.

ښاغلی سیلف وايي چې د کوچنیو سرغړونو لپاره جریمه له ۴۴۴ ډالرو څخه ده. د لرګیو د شیانو او تازه هګیو راوړل ۴۴۴ ډالره جریمه لري. 

نوموړی زیاتوي چې که چېرې څوک تازه میوه راوړي او په فورمې کې اظهار نکړي نو ۱۳۳۲ ډالره جریمه لري. لدې پورته جریمه ۲۶۰۰ ډالره جریمه ده که چېرې څوک غوښه راوړي او خبر یې ورنکړي.
که غواړئ پدې اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ چې آسټرالیا ته د کومو شیانو راوړلو اجازه شته، نو مهرباني وکړئ‌ د کرنې، اوبو او چاپېریال وزارت له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

د رپوټ د اورېدلو لپاره مهرباني وکړئ د سپیکر تڼۍ کېکاږئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service