اسټراليا ته نوو راغلو افغانانو ميشتيدنه او اړتياوې

Samandar Khan Sediqi, Afghan Australia Association SA

Source: Supplied

په تيره يوه مياشت کې اسټراليا ته زرګونه افغانان راوستل شول او د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو کې يې ميشتيدنه روانه ده، ولې پدې ميشتيدنه کې ځيني افغان ټولنې ډير مهم رول لوبوي او هغه تشې ډکوي چې دولتي ادارې يې نشي ډکولی.


د اسټراليا جنوبي ايالات کې د افغان اسټراليا ټولنې ( Afghan Australia Association) په نامه يوه جوړه شوې ټولنه له نوو راغلو افغانانو سره له نږدې کار کوي.

دا ټولنه د اسټراليايي ځواکونو پخواني ژباړونکي سمندر خان صديقي لخوا جوړه او له تيرو څو کلونو راهيسې يې د ميشتيدنې پراخ پروګرامونه پر مخ اچولي.

ښاغلی صديقي شاوخوا ۵ کاله مخکې اسټراليا ته راتګ وروسته د نورو کارونو ترڅنګ د ميشتيدنې ادارو سره يې رضا کاره کار کړی. ښاغلی وايي، کله چې اسټراليا ته نوی راغلی وه او له يو لړ ميشتيدنې ستونزو سره مخ شو نو داچې نور نوي راغلي افغانان لدې ستونزو سره مخ نشي نوموړي يوه ټولنه جوړه او پر فعاليت يې پيل وکړ.

د ښاغلي صديقي په مشرۍ د افغان اسټراليا ټولنې له نوو راغلو افغانانو سره هم له نږدې کار کړی او نوو راغلو کورنيو ته يې لار ښوونې او ورسره يې مرسته کړې.

نوي راغلي کسان له پخوا راغلو کډوالو سره توپير لري. ځکه دوی داسې حالاتو کې له افغانستان ځخه وتلي چې له ځانسره يې کالي او نور اړتياو توکي نه لرل او هم له ډير ناهيلی سره له افغانستان څخه وتلي.

ښاغلی صديقي وايي، له نوو راغلو افغان کډوالو سره مرستې لپاره يې خپل ګراج کې توکي راټول او دا توکي پر اړمنو نوو افغان کډوالو ويشي.

د ښاغلي صديقي په وينا، نوي راغلي افغانانو ته رواني او ټولنيزې مرستو ډيره اړتيا ده او دوی بايد د نا هيلی احساس ونه کړي.

داچې نوي افغان کډوال له کومو ستونزو سره ډيره کې مخ دي او بيا په ياد ايالت کې څنګه ټولنې افغان ټولنې سره راټوليږي او د مرستو پروګرامونو همغږي کوي، د اښاغلي سمندر خان صديقي بشپړه مرکه واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service