شاوخوا ۱۶۰ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره درې تنه افغانان آسټرالیا ته راغلي و، مګر اوسمهال په لسهاوو زره افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي

Afghan Cameleers

Western Australia,1896 Source: Outback Family History

افغانانو د اسټرالیا د ټرانسپورتي سیستم په جوړولو کې مهمه رول لوبولی، له همدې امله د دغه هېواد په تاریخ کې په ښه نوم یاد شوي.


افغانان په اسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. ځینې تاریخ پوهان وايي چې د افغانانو تاریخ له ۱۸۰ کلونو هم زیات دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸م کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښان سره د سویلي اسټرالیا ایالت ته رواستل شوي ترڅو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په جوړولو او د اسټراليا د بېلابېلو ښارونو او سیمو په نښلولو کې مرسته وکړي. له ۱۸۵۹ م کال مخکې یواځې ۷ اوښان اسټرالیا ته راوستل شوي وو خو په ۱۸۶۰مو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه افغانان له یو شمېر اوښان سره اسټرالیا ته راوستل شوي.
Afghan Cameleers
په اسټرالیا کې اوښبه افغانان Source: ABC Australia
اسناد ښيي چې په ۱۸۶۰ م کال کې له ۳ تنو اوښبه افغانانو سره ۲۴ اوښان هم اسټرالیا ته راوستل شوي او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته هم د راتګ لاره پرانستل شوې او تر ۱۹۲۰م  کال پورې دغه هېواد ته د اوښبه افغانانو راتګ دوام پیدا کړی. له ۱۹۲۰ کال وروسته یو شمېر اوښبه افغانان بېرته افغانستان ته تللي ځکه هغوی ته اجازه نه ورکول کېده ترڅو خپلې کورنۍ اسټرالیا ته راولي او یو شمېر په اسټرالیا کې پاتې شوي همدلته یې له بومیانو او اروپایانو سره ودونه کړي.

اوښبه افغانانو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په رغولو کې مهمه رول لوبولی له همدې امله تر نن ورځې پورې له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی.

ځېنې اسناد ښيي چې په ۱۹۷۹م کال کې یواځې ۱۴۹ افغانان په اسټرالیا کې اوسیدل خو د روسانو د یرغل او کورنیو جګړو پرمهال یو ځل بیا زرګونه افغانان دې ته اړ شول ترڅو خپل هېواد پرېږدي او اسټرالیا ته کډه شي.

د اسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي چې اوسمهال په اسټرالیا کې له ۵۰ زرو څخه زیات افغانان ژوند کوي چې په پښتو،دري او هزارګي ژبو خبرې کوي. د ۲۰۱۶ کال سرشمېرنه ښيي چې په یاد کال کې تر ټولو زیات افغانان په ویکټوریا ایالت کې کې اوسېدل چې شمېر یې کسانو ته رسیده.
Blacktown Mosque
د سیډني ښار په بلک ټاون سیمه کې د افغانانو ترټولو لوی جومات Source: Facebook/ Afghan Community Support Association
لکه څرنګه چې افغانان خپل دین او کلتور ته ځانګړې احترام لري، له همدې امله د اسټرالیا هرې سیمې ته د افغانانو له وروتګ سره هلته د افغانانو ټولنو جوماتونه یا هم د عبادت لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کوي او کلتوري فعالیتونو ته یې هم دوام ورکړی.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
شاوخوا ۱۶۰ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره درې تنه افغانان آسټرالیا ته راغلي و، مګر اوسمهال په لسهاوو زره افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي | SBS Pashto