څنګه اوښبه افغانانو د اسټراليا لرې پرتو سيمو ته مواد او خوراکي توکي وړل؟

Afghan Cameleers

Source: State Library of Queensland

ځینې تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل په ۱۸۶۰ م کال کې درې تنه افغانان اسټرالیا راغلي و او له هغې وروسته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی.


اسناد ښايي چې اوښبه افغانانو د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل او د سفر پر مهال به یې قرانکریمونه له ځان سره ګرځول.

اسټرالیا ته له راتګ وروسته اوښبه افغانانو په څلورو اصلي برخو کې مهم کارونه ترسره کړی او یو شمېر میراثونو ورڅخه پاتې دي.

 د اسټرالیا کشف, د اورګاډي د پټلۍ او تم ځایونو جوړول , د اسټرالیا په بېلا بېلو سیمو کې جوماتونه او د عبادت ځایونه جوړول او له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د شيانو ليږد برخه کې مهم رول لوبولی.

کله چې په ۱۸۹۲ م کال کې د لویدیځې اسټرالیا په کولګاردي سیمه کې د طلا کان ومندل شو له یاد کان څخه د اوبو او خوړو پرته د طلا استخراج ګران کار وو خو اوښبه افغانانو به د یاد کان کارکونکو ته خوراکي توکي ور وړل ، مګر دغه کار به څو میاشتې وخت نیوه ترڅو د اوښانو کاروان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ورسېږي.

د او نور په زړه پوري معلومات پدې تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service